لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فعالان د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د ترهګرۍ په الزاماتو د خبریالانو د ګرفتاریو غندنه کوي


د وي او ای رپورټ وايي د کال 2019 د اګست په میاشت کې د هندوستان واکمن بهارتیا جنتا پارټۍ د کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت ختم کړو. د هند د دغه ګام نه پس د هندي کشمیر کې د صحافیانو او د انساني حقونو د فعالانو خلاف اقدامات زیات شوي دي
د وي او ای رپورټ وايي د کال 2019 د اګست په میاشت کې د هندوستان واکمن بهارتیا جنتا پارټۍ د کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت ختم کړو. د هند د دغه ګام نه پس د هندي کشمیر کې د صحافیانو او د انساني حقونو د فعالانو خلاف اقدامات زیات شوي دي

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې فعالان وايي هغه خبریالان نیول او د انساني حقونو دفاع کونکي نیول کېږي چې په سیمه کې د انساني حقونو خلاف وزۍ څرګندوي.

د فعالانو ترمخه د مارچ په 20 نېټه د ازاد خبریال عرفان مهراج ګرفتاري هم د دغې کړۍ برخه ده.

د هندوستان نېشنل انوېسټيګېشن اېجنسۍ، اېن ايي ای، مهراج د جمو کمشیر کوالېشن اف سول سوسایټي یا جی کی سي سي اېس سره د تړون په سر نیول شوی دی. هغه د جی کی سي سي اېس دپاره د څېړنې کار کولو.

د وي او ای رپورټ وايي جی کی سي سي اېس کې د انساني حقونو د مخلتفو تنظیمونو او کسانو اتحاد دی، چې د اېن جي اوز د ټېرر فنډنګ کېس په عنوان د هغو تحقیقاتو برخه ده چې امیني ادارې وايي ځینو تنظیمونو د ترهګرو ډلو مرسته يې کړې.

د تنظیم مشر او د انساني حقونو فعال خرم پروېز د کال 2021 راهسې د ترهګرۍ سره تړلو الزاماتو په سر په حراست کې دی د مارچ د میاشت په 22 نېټه په رسمي ډول د ترهګرۍ د مالي مرستې په کېس کې ګرفتار کړی شو.

د کی جی سي سي سره د کار ترڅنګ مهراج د ارټېکل 14 نومې وېب پاڼې، دي کاروان مجلې او د ډیوېچی وېلی او د الجزیره په شان نړیوالو مطبوعاتو سره کار کړی دی.

اېن ايي ای د مهراچ د ګرفتارۍ په اړه په خپل بیان کې وویل چې تحقیقاتو څرګنده کړې ده چې جی کی سي سي اېس په وادۍ کې د ترګر فعالیتونو مالي مرسته کوله او د انساني حقونو د کار په جاما کې يې د بېلتون اېجنډا په وړاندې بوتلله.

په کشمیر کې د انساني حقونو په صورتحال تحقیق کونکي د یونېورسټي اف کېلېفورنیا اېټ برکلی انجانا چېترجي د مهراج په ګرفتارۍ تشویش څرګند کړی او ویلي يې دي چې د خپل اصولي موقف په بنیاد نیول شوی دی.

چېترجي وي او ای ته وویل د هندوستان دا تګلاره چې ځینې کشمیري خبریالان او د انساني حقونو دفاع کونکي د ترهګرۍ اېجنټان بلی د رای په ازادۍ حمله ده او د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د سیاسي تشدد او د انساني حقونو په خلاف ورزیو خبرونه خاموشه کول دي.

د وي او ای رپورټ وايي د کال 2019 د اګست په میاشت کې د هندوستان واکمن بهارتیا جنتا پارټۍ د کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت ختم کړو، د سیمې مقامي حکومت يې تحلیل کړو او د کشمیر انتظام یې مرکزي حکومت ته ورکړو. د هند د دغه ګام نه پس د هندي کشمیر کې د صحافیانو او د انساني حقونو د فعالانو خلاف اقدامات زیات شوي دي.

په تېرو دریو نیمو کلونو کې په لسګونو خبریالان امنیتي ادارو د تحقیقاتو دپاره رابللي دي، د خبرونو وضحاتونه ترې غوښتل شوي دي او یا يې په کورونو چاپې وهل شوي دي. ځینې خبریالان نیول شوي او زندانونو ته هم اچول شوي دي.

خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس وايي د معراج په شمول څلور خبریالان دا وخت په زندان کې دي.

وي او ای د وټس اېپ دلارې د جمو او کشمیر پولیس مشر دلبګ سنګ ته د دریځ دپاره پېغام ولېږلو خو جواب یې ترلاسه نه شو.

په نوي دلې کې مېشته د بي جی پي یو مشر الوک وتس وي او ای ته وویل حکومت چې په کشمیر کې د امن او امان دپاره څه قسمه ګامونه هم اخلي دا د امن او سيمې د ثبات دپاره دي.

هغه وویل په کشمیر کې ډیر باغیان د صحافت او د انساني حقونو په جامه کې د ترهګر تنظیمونو په تعاون کار کوي چې مقصد یې د سيمې امن خرابول دي.

د رپورټر ود اوټ بارډرز په شمول یو شمېر مطبوعاتي تنظیمونو د مهراج د ازادۍ غوښتنه کړې ده.

د ار اېس اېف د جنوبي اېشیا د چارو مسول ډېنییل باسټرډ وویل معراج یجربه کار او محتاط صحافي دی چې جېل یې ځای نه دی.

باسټرډ زیاته کړه چې ترهګرۍ د مخنیوي دپاره خصوصي قوانین دې خبریالان د خپل کار نه منع کولو دپاره استعمال نه کړی شي.

په کشمیر کې مېشته یو خبریال وي او ای ته د نوم نه څرګندولو په شرط وویل حکومت خبریالان ځکه په هدف کوي چې د امنیتي ځواکونو دلاسه د انساني حقونو خلاف ورزۍ څرګندوي.

جنوبي اېشیا دپاره د هیومن رایټس واچ مشره میناکشي ګنګولي وي او ای ته وايي خبریالانو د فعالانو د زورولو په ځای دې د هندوستان حکومت په کشمیر کې د انساني حقونو تحفظ وکړي.

د امریکې د سېنټا کلاره یورنیورسټۍ روهېت چوپړا وي او ای ته وايي د معراج ګرفتاري د وزیراعظم نرندره مودي په کومت کې په هندوستان کې انساني حقونو او د جمهوریت کمزوري کېدل ښښي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG