لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فعالان: د بلوڅ زدکوونکو د بې درکه کېدو لړۍ دوام لري


د کېمشن د شمېرو تر مخه د سږ کال د می تر 31 نيټه پورې کمېشن په پاکستان کې د 8696 بې درکه کسانو کېسونه ترلاسه کړي چې پکې 6458 کېسونه حل کړی شوي او 2238 کېسونو تحقیقات دوام لري
د کېمشن د شمېرو تر مخه د سږ کال د می تر 31 نيټه پورې کمېشن په پاکستان کې د 8696 بې درکه کسانو کېسونه ترلاسه کړي چې پکې 6458 کېسونه حل کړی شوي او 2238 کېسونو تحقیقات دوام لري

د بې درکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کونکي تنظيمونه دعوه کوي چې د بلوڅ زدکوونکو د بې درکه کېدو لړۍ دوام لري او په تېرو دوو ورځو کې د کراچۍ پوهنتون درې بلوڅ طالب علمان بې درکه شوي دي.

بلوڅ فعالينو په ټولنيزو رسنيو بيانونو کې ویلي د کراچۍ پوهنتون ذده کونکي دودا الهي بلوڅ , ګمشاد مريد او کليم الله په جبري ټوګه د اووم او اتم جون ترمنځ د شپې په مهال نه کو نه بوتلل شي دي.

وي او ای ډیوه د کراچۍ پولیس ترجمانې شازیه جهان سره د بلوڅ زدکوونکو د مبینه بې درکۍ په اړه چې رابطه وکړه نو هغې په وټس اېپ په لیکل شوي پېغام کې وویل د بلوڅ زدکوونکو د بې درکۍ کېس د پولیس د ترهګرۍضدڅانګې سي ټي ډي سره دی او تحقیقات دوام لري. هغې نور تفصیل وړاندې نه کړو.

د بلوڅ زدکوونکو د بې درکېدو پهاړه د کراچۍ یونیورسټۍ د وایس چانسلر ځواب هم د کوښښونو باوجود وي او ای ډیوه ترلاسه ننه کړی شو.

د انساني حقونو پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري وايي داسې ورځ نه وي چې د کوم بلوڅ زدکوونکي په زور د بې درکۍ خبر مخې ته نه راځي. په ټوېټر یو پیغام کې هغې پوښتنه وکړه چې ایا بلوڅ زدکوونکو او عام بلوڅ شهریان په زور د تنهايي په لور بوتلل کېږي.

دودا الهي او ګمشاد د کراچۍ پوهنتون د فلسفې څانګې زدکونکی او کليم الله د ټولنپوهنې زدکوونکی دی.

په کراچۍ کې ميشت د بې درکه بلوڅانو د حقونو فعالې سمي دين بلوڅ وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل چې دودا بلوڅ ګمشاد مريد او کليم الله د خپلو څانګو ماهر او روښان فکره زدکوونکي ګڼل کېدل.

سمي دين بلوڅ زياتوي چې بلوڅ زدکوونکي ویرېدلي دي چې د بې درکه کېدو راتلونکی وار به د دوی وي. "مونږ منو چې رياست ته به امنيتي انديښنې وي خو چې په کوم ډول زدکوونکوي پورته کول کيږي او کوم جواز چې جوړولی شي هغه سراسر غلط دی۔"

سمي دین بلوڅ زیاتوي چې د کراچۍ پوهنتون په هاسټلو داسې چهاپې وهل کيږي لکه څنګه چې "يو خطرناک ترهګر نيول شي او بيا تر مياشتو بې درکه وي ۔دا نه يواځې د زدکوونکو د کونکو کورنيو ذهني ازيت سبب ګرزي بلکه بې درکه کړل شوي ذده کونکې د خوشي کيدو ورسته د ذهني فشار او تناؤ له کبله بیا خپل تعليمي سفر پر مخه بوتلو نه وي-"

د واس فار بلوچ مسن پرسنز نومې تنظیم مشر ماما قدیر بلوچ
د واس فار بلوچ مسن پرسنز نومې تنظیم مشر ماما قدیر بلوچ

د بلوڅ بې درکه کسانو لپاره د غږ پورته کوونکي تنظیم مشر ما ما قدير بلوڅ چې دا مهال یې د بلوچستان په مرکزي ښار کوئټه کې د پريس کلب مخې ته په احتجاجي کيمپ کې ناست دی، ټېلې فون دلارې یې وي او ای ډيوه سره خبرو کې وايي د کراچۍ پوهنتون ځانمرګي بريد وروسته د بلوڅ زدکوونکو د بې درکه کېدو لړۍ کې چټکتیا شوي ده او د دغه بريد ورسته قریباً 100تنه تر اوسه بې درکه شوي دي۔ هغه زياتوي امنيتي ادارې هر بلوڅ زدکوونکو ته د شک په نظر ګوري۔

ماماقدیر وویل "دا خلک هغه د مشرقي پاکستان(د موجوده بنګلاديش) په ډول نا کاره تجربه په بلوچستان خلکو ازمونده کوي۔اول به يې عام خلک په نښه کول خو دی مهال تعليم يافته بلوڅان په زوره پورته کوي۔"

ماما قدير بلوڅ زياته کړه چې بلوڅ ځوانان د ډير وخت څخه د رياست جبر ښکار وو خو په کراچۍ پوهنتون کې په چینیايي اساذانو د ځانمرګي بريد وروسته بلوڅ ښځينه هم د رياستي ادارو له خوا پورته کړل شوي دي۔ هغه غوښتنه کوي چې که چېرې ریاست څوک د څه جرم په شک کې نېسي نو دا عمل دې د قانون دلاندې او د عدالت په علم کې وکړی شي.

څه مونده وړاندې د پاکستان بشري حقونو کميشن هم په يو بيان کې ويلي په کراچۍ کې د بلوڅ زده کوونکو او د ښځينه فعالينو په ګډون د دوامداره ځورونې له امله جدي اندیښنه لري او ويلي يې وو د بلوڅانو جایزې ګیلې په دې نه شي حل کېدای چې دوی پرله پسې په خپل هیواد کې د پردیو احساس وکړي۔

ماما قدير بلوڅ زياته کړه چې بلوڅ ځوانان د ډير وخت څخه د رياست جبر ښکار وو خو په کراچۍ پوهنتون کې په چینیايي اساذانو د ځانمرګي بريد وروسته بلوڅ ښځينه هم د رياستي ادارو له خوا پورته کړل شوي دي
ماما قدير بلوڅ زياته کړه چې بلوڅ ځوانان د ډير وخت څخه د رياست جبر ښکار وو خو په کراچۍ پوهنتون کې په چینیايي اساذانو د ځانمرګي بريد وروسته بلوڅ ښځينه هم د رياستي ادارو له خوا پورته کړل شوي دي

وي او اې ډيوه د تيرو دوو ورځو کې د بې درکه بلوڅ زدکوونکو په اړه د کراچۍ پوهنتون وايس چانسلر صلاح کار ډاکټر زبير سره تماس د نيولو هڅې کړې خو څه ځواب يې نه دی وېلي۔

د بلوڅو زده کوونکو او لادرکه کسانو دپاره غږ پورته کوونکو تنظيمنو تورونو ته د ریاستي ادارو کوم نوی غبرګون تر اوسه نه دی ويل شوی، خو د پاکستان پوځ له دې وړاندې وخت په وخت دغه تورونه رد کړي او ويلي یې دي چې ممکنه ده ځینې بې درکه کسان د کورنیو د علم نه بغیر وسله والو ډلو کې شامل شوي او یا د دوی په صفونو کې وژل شوي وي.

د اپريل په 26مه د کراچۍ پوهنتون د کنفيوشس انسټيټيوټ تر مخ په يو ويګن ښځینه ځانمرګي حمله کوونکي شاري بلوڅ بريد وکړی چې له امله يې د درې چينايي استادانو په ګډون څلور تنه ووژل شو. د دغې پېښې ذمه واري لا قانونه ټاکل شوي وسلوالې ډلې بي ايل ای منلې ده.

د پاکستان حکومت د بې درکه کسانو د موندلو د پاره يو کمیشن په کال 2011 کې جوړ کړی دی.

د کېمشن د شمېرو تر مخه د سږ کال د می تر 31 نيټه پورې کمېشن په پاکستان کې د 8696 بې درکه کسانو کېسونه ترلاسه کړي چې پکې 6458 کېسونه حل کړی شوي او 2238 کېسونو تحقیقات دوام لري.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG