لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګول پیل کړي


Torkham-Pak Afghan Border
Torkham-Pak Afghan Border

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پولې د اغزن تار (کټارې) لګول پیل شوي.

د پاکستان د پوځ پخواني مشر پرویزمشرف هم د خپل واک په موده کښې په دغه سیموکښې د ازغن تار د لگولو خبره کړې وه خو د افغانستان حکومت ورته سخت غبرګون ښودلی ؤ.اوسني اعلان ته د کابل یا په پاکستان کښې پښتون ملت پاله مشرانو لخوا کوم غبرګون له تر دې وخته نه دی ښودل شوی.

ښاغلي باجوه وویلي دغه کار به لومړی په هغو سیمو کې سر ته رسول کیږي چرته چې وسله وال په اسانۍ تګ راتګ کولی شي. جنرال باجوه دغه خبره د شنبې په ورځ د پاکستان قبایلي سیمو ته د خپل سفر په مهال کړې ده.

د پاکستان د پوځ مشر وویلي د باجوړ او مومند ایجنسۍ تر ټولو زیاتې خطرناکې سیمې دي او پوځ به اول په همدغو سیمو کې ازغن تار لګوي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې له افغان چارواکو سره د پولې په شاوخوا کې د امنیت د ښه والي لپاره خبرې روانې دي. جنرال قمر باجوه ویلي دي چې خوندي او سوله ییزه پوله د دواړو هیوادونو په ګټه ده.

پاکستان دا اقدام داسې مهال کوي چې له افغانستان سره یې اړیکې تر پخوا خرابې شوي او څه ورځې له پاڅه یو میاشت ئ شریکه پوله هم تړلې وه چې له کبله ئ د پولې دواړې خوا پښتانه زیانمند شوي.

که څه هم د پاکستان د پوځ مشر دا اعلان د ازغن تار د لگولو کړی خو د پولې دواړه خواؤ ته پښتانه پرې خوشاله نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG