لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استنبول : افغانستان کې په امن او ثبات خبرې اترې


افغان صدر حامد کرزۍ
افغان صدر حامد کرزۍ

دپاکستان، افغانستان او ترکي صدرانو د ترکې استنبول ښار کې د نهې په ورځ افغانستان کې د امن د لټون د پاره خبرې اترې پیل کړې دي.

د ترکې د پاکستان د سفارتخانې ترجمان عبدالکبر خان وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته یوه مرکه کې وئیلې، ددرې واړو هیوادونو خارجه وزیران، سفیران، د پوځ او استخباراتي ادارو مشران به په خبرو اترو کې د خپلو خپلو صدرانو مرسته کوي.

دترکي صدر عبدالله گل دپاکستان ا افغانستان ترمينځ دسفارتي تاؤتريخوالي لرې کولو لپاره ددواړو هيوادونو دمشرانو دليدنې انتظامات کړي دي. عبدالکبرخان وائي عبدالله گل افغانستان او پاکستان په منځ کې د امن کوششونه د پاکستان پخواني صدر پرویز مشرف په وخت کې شورو کړل کله چې د مشرف او د افغان صدر حامد کرزي په منځ کې تاؤتریخوالی رامنځته شو.

عبدالکبر خان وائي ترکې کې دا ورستۍ غونډه د یو روان عمل برخه ده او دریواړو هیوادونو د سرمشرانو د لیده کاته شږمه کړۍ ده.

دافغانستان لخوا په پاکستان اوسنو اوونو کې پرله پسې په دا تورونه لگول کيږي چې پاکستان دطالب جنگيالو مرسته کوي.

ځينې افغان چارواکي باور لري چې دپاکستان استخباراتي شبکه ائي ايس ائي 2014ء کې دائتلافي ځواکونو دوتلو څخه وړاندې افغانستان کې داثرورسوخ پيدا کولو لپاره دطالبانو او القاعده سره دتعلق لرونکې تندرويه ډلې حقاني نيټ ورک ته مدد ورکوي.

افغانستان دا تور هم لگولى چې ستمبر کې دافغانستان دپخواني صدر برهان الدين رباني په وژنه کې پاکستان لاس لري، برهان الدين رباني افغانستان کې دامنيت ټينگښت لپاره طالبانو سره دجوړجاړي دعمل مشري کوله.

پاکستان دغه تورونه بې اساسه گرځولي او وئيلي يې دي چې افغان حکومت پخپلو ناکامو دپردې اچولو هڅه کې په پاکستان تورونه لگوي.

دصدر زرداري او صدر حامد کرزي ترمينځ دنهې په ورځ ترسره کيدونکې ليدنه دافغانستان په اړه دسيمه ييزو هيوادونو دکانفرنس څخه وړاندې کيږي ، چې په دغه غونډه کې دجگړه ځپلي هيواد د14ؤ گاونډي هيوادونو ترڅنگ فرانس، جرمني او دجاپان په شمول دگڼو هيوادونو مشران گډون کوي.

افغانستان اوس اوس هند سره تجارتي، ثقافتي او دفاعي اړيکو ته پراختيا ورکولو لپاره په اسټريټجک تړون لاسليکونه کړي وؤ چې پاکستان پرې دتحفظاتو څرگندونه هم کړې وه.

خو تيره مياشت افغان صدر حامد کرزي وئيلي وؤ چې دامريکا يا هند له لوري په پاکستان دبريد په صورت کې به دهغه هيواد دپاکستان ملگرتيا کوي.

دپوهانو په خيال دپاکستان په اړه دصدر حامد کرزي تبصره پاليسي بيان نۀ دى بلکې دپاکستان لوري ته يو دوستانه پيغام ؤ، ځکه چې ددغه هيواد مرسته افغانستان کې دکلونو راهسې روانې جگړې خاتمې او ثبات لپاره ضروري دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG