لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: طالبان نشي توانېدلی چې کابل ونیسي


زلمي خلیلزاد او د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر په قطر کې د امن معاهده د لاس لیک کولو وروسته یو بل ته لاس ورکوي
زلمي خلیلزاد او د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر په قطر کې د امن معاهده د لاس لیک کولو وروسته یو بل ته لاس ورکوي

په افغانستان کې څېړونکي وايي که څه هم د هېواد په بېلا بېلو برخو کې جګړې زور اخیستي خو فکر نه کوي چې طالبان د جګړې له لارې کابل نیولی شي.

افغان څېړونکو دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکا کانګریس ته وویل چې د بازو خلکو دا خبرې بې ځایه دي د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان پوځ له ماتې سره مخ شي. دده په خبره افغان پوځ پیاوړی دی او د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري.

د خلیلزاد په خبره دا تېروتنه ده چې ویل کېږي افغان امنیتي ځواکونه تیت او پرک او طالبان به لنډ وخت کې واک ته ورسېږي.

دا چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته به طالبان واک ته ورسیږي او یا به کابل ونیسي په دی اړه د سیاسي چارو کتونکی نجیب ازاد وایي طالبانو د جګړې سنګر تود ساتلی خو د کابل نیولو هڅه یې ناممکنه ده.

ازاد په دې اړه ډیوه سره خبرو کې وویل "زه فکر نه کوم چې طالبان د جګړې له لارې وتوانیږي چې کابل ونیسي، د اوسني وضیعت ستونزې زیاتې دي خو د نورو هیوادونو ګټې دلته دي.په مشروع ډول نړۍ له افغان دولت سره ولاړه ده نو طالبان نه شي کولي چې له ټولې نړۍ سره وجنګیږي.طالبان نه شي کولی چې واک ته ورسیږي ځکه دلته له درنیم لکه افغان ځواکونو سره دنړۍ هیوادونه ولاړ دی مجهزې وسلې او وسایل لري،د سیمې هیوادونه او د نړۍ هیوادونه په هیڅ عنوان طالبانو ته دا اجازه نه ورکوی چې افغان نظم د جګړې له لارې سقوط کړي."

د ښاغلي ازاد په نظر "له طالبانو تر شاه یوازې پاکستان مرستې ورسره دي."

پاکستاني مامورین طالبانو د ملاتړ خبره ردوي خو وايي په افغانستان کې د امن په خاطر یې د امریکې او طالبانو په سوله کې خپل کردار ادا کړی دی.

د امریکا مرکزي قومانداني وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له ۱۳ تر ۲۰ فیصدو پورې بشپړ شوي دي.

خو په څو ولایتونو کې د جګړې پیل هم اندیښمن کوونکی دی.

که طالبان واک ته رسیږي څه پیښ کیدای شي؟

د پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی هدایت الله پکتین وایي په افغانستان کې هغه نظام د منلو وړ دی چې د ټولو قومونو ونډه پکې زیاته او د منلو وړ وی.

پکتین وایي " زما په اند د طالبانو راګرځیدل د ۱۹۹۶م کالونو په څیر امکان نه لري په افغانستان کې هم هغه نظام د منلو او کار وړ دی چې هلته د ټولو قومونو او پرګنو ته د منلو وي، چې یوه ډله واک ته رسیږي دا نه تنها چې د میرمنو حقوق به تر پښو لاندې کیږي بلکې د هیچا حقوق هم نه خوندي کیږي او بیرته افغانستان ته د طالبانو راګرځیدل هم راتلونکی تیارو ته تګ دی."

د حلیلزاد په وینا که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي او د جګړو له لارې واک ته د رسېدو کوښښ وکړي نو د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو له بندیزونو او انزوا سره به مخ شي.

که څه هم په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاو ترمنځ بین الافغان خبرې د ۲۰۲۰ میلادي کال په سېپټمبر میاشت کې پیل شوي خو څېړونکي وايي په دغو خبرو کې څه خاص پرمختګ نه دی شوی.

د امریکا د کانګریس غړو هم ټینګار کړی چې باید طالبان له جګړو را وګرځول شوي او د سولې لپاره پر خپلو کړو ژمنو دې عمل وکړي.

هغه څه چې طالبان افغان حکومت او امریکا د دوحې تړون نقص کیدو عاملان بولي او عام خلک د دواړو لوریو جګړې قربانې او د سولې په روانه پروسه بې باوره کړي دوی ټینګار کوي که د دواړو لوریو ترمنځ تللی باور سم نه شي د سولې رسیدو هیلې یې مړاووې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG