لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د پاکستان او افغانستان امنيتي چارواکي د پولي د امنيت په سرغږېدلي


د دغو دورو مقصد د دواړو ملکونو پوځي اړيکو او يو بل سره مرستو کولو ته وده ورکول دي .
د دغو دورو مقصد د دواړو ملکونو پوځي اړيکو او يو بل سره مرستو کولو ته وده ورکول دي .

د پاکستان او افغانستان لوړ پوړي امنيتي چارواکي جنرل هيډکوارټر(جي اېچ کيو) راولپنډۍ کې د دواړو هېوادونو ترمينځ په گډه پوله امنيتي امورو باندې غږېدلي دي . د افغانستان د سرحدي پوليسو د مشر جنرال شفيق فضلي په مشرۍ لس کسيزه پلاوی د اتوار په ورځ راولپنډۍ ته رارسېدلی ؤ .

د سرکاري ميډيا ترمخه راولپنډۍ کې نن د گل په ورځ د افغان لوړ پوړو چارواکو پلاوي د سرحدي پوليسو مشر لفټننټ جنرال شفيق فضلي په مشرۍ جې اېچ کيو کې د چيف اف جنرل سټاف لفټننټ جنرال اشفاق نديم سره ليدلي دي .

او په دغې ليدنه کې په پوله د امنيت او په دغې لړ کې يو بل سره د اړيکو ټينگولو متعلق په طريقه کار باندې خبرې اترې شوي دي .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په ورستيو کې د افغانستان دوره کړې وه ، او د افغانستان د سول او پوځي چارواکو سره يي ليدلي ؤ ، او د افغان پلاوي تازه دوره هم د دواړو هېوادونو د ځواکونو يو بل سره د ليدنو د سلسلې کړۍ ده .

او د دغو دورو مقصد د دواړو ملکونو پوځي اړيکو او يو بل سره مرستو کولو ته وده ورکول دي .

راپورونه وايي ، د افغان پلاوي مشر جې اېچ کيو کې د ليدنې په مهال د پاکستان چارواکو ته د افغانستان په خاوره د وسله والو په ضد د ترسره شوؤ عملياتو احوال تېر کړی ، او وئيلي يې دي چې د افغان ځواکونو په عملياتو کې په سلگونو وسله وال وژل شوي دي .

د دسمبرپه مياشت کې پېښور کې په سکول د طالبانو د بريد وروستو جنرال راحيل شريف د افغانستان هنگامي دوره کړې وه ، او د افغان صدراشرف غني او افغانستان کې د موجودو بهرنو ځواکونو اېساف د مشر سره يې ليدلي ، او د پولې دواړو خواؤ ته يې يو بل سره د مالوماتو شريکولو په اړه خبرې اترې کړې وې .

د راحيل شريف د دورې نه پس د افغانستان د پوځ مشر جنرال شېرمحمد کريمي او د اېساف مشر جنرال کېمپبل هم د راولپنډۍ سفر کړی ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG