د افغانستان او پاکستان د پاره د امریکې خصوصي استازی رچرډ هالبروک سخت ناروغه دی او د اپریشن یا د جراحۍ ورستو يي حالت نازک شوی دی.
ډاکټرانو د خالي په ورځ د د واشنگټن په یو هسپتال کې رچرډ هالبروک د زړه د یو شلیدلې رگ سمولو د پاره د هغه اپریشن کړی دی خو اوس د هغه حالت نازک ښودلی کیږي.
د امریکې صدر باراک اوبامه او د هغه ښځې مشیل اوبامه د خالې په ماښام جارې کړی شوې بیان کې وئیلې دوې د هالبروک د ښه کیدو د پاره دعا کوي. باراک اوبامه ویئلې رچرډ هالبروک د امریکې خارجه پالیسۍ کې لوړه رتبه لري.
٦٩ کلن رچرډ هالبروک ملگرې ملتونو کې د امریکې استازی پاتې شوی دی. په کال ١٩٩٥ کې هغه په بوسنیا کې د جنگ ختمولو د پاره د معاهدې باني گنړلی کیږي.
هالبروک د جمعې په ورځ د امریکې خارجه وزیرې هیلرې کلنټن سره لیده کاته کې ناروغه شو او ورستو هسپتال ته یوړلی شو.
صدر باراک اوبامه رچرډ هالبروک تیر کال د جنورۍ په میاشت کې د افغانستان او پاکستان د پاره خپل استازی ټاکلی دی.