لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې به په ژمې کې هم جنگ روان وي


Members of the Muslim Brotherhood hold a news conference in Cairo August 20, 2013.
Members of the Muslim Brotherhood hold a news conference in Cairo August 20, 2013.

افغانستان کې د نیټو د انتظام د لاندې سوله ساتونکو ځواکونو ترجمان وئیلې سږ کال به په ژمې کې هم افغانستان کې د یاغیانو خلاف کاروائې جارې ساتلی کیږي.

د ائیساف ترجمان د جرمن پوځ جنرل جوزف بلاټز وئیلې نیټو به د ژمې باوجود د طالبانو خلاف فشار جاري ساتي. افغانستان کې ژمی په عامه توگه د دمې وخت گڼلی کیږي.

بلاټز وویل په هلمند او قندهار کې د تشدد زیاتوالی ښائې چې نیټو په دغه سیمو کې د طالبانو خلاف فشار جاري ساتلی دی.

او په غربي هرات ښار کې د گل په ورځ بمي چاؤدنه شوې ده چې یو کس پکښې وژل شوی او د یو پولیس په شمول پنځه نور کسان پکښې زخمیان شوې دي. چارواکې وائي د گل په ورځ هرات کې چاؤدنه د یو قصاب دکان سره نزدې شوې ده.

او په کابل کې د افغان صدر حامد کرزي ترجمان وحید عمر د خپلې دندې نه استفا ورکړې ده. وحید عمر خبریالانو ته وئیلې چې حامد کرزي د هغه استفا په رسمې توگه نه ده منظوره کړې.

وحید عمر تیر کال د جنورۍ په میاشت کې ترجمان ټاکلی شوی ؤ. هغه وئیلې د خپلې چوکۍ نه د ذاتي وجوهاتو په وجه ښکته شوی دی.

په هرات کې د چاؤدنې په حقله خپل رپورټ کې ایسوسې ایټډ پریس نومې خبرې ادارې وئیلې د کوم قصابخانې سره چې چاؤدنه شوې ده، دغه قصابخانه افغان پوځ ته غوښه رسوي. رپورټ کې دا نه دي ویل شوې چې ایا هم دغه قصابخانه په هدف کې اخستل شوې وه.

افغان او نړې وال ځواکونه ددې خلاف د بریدونو پړه په طالبانو اچوي.

هرات د افغانستان په غربي برخه کې د ایران پولې سره نزدې سیمه ده چې د طالبانو اثر پکښې کمزوری گڼلی کیږي خو بیا هم هلته د وخت په وخت د تشدد پیښې رامنځته کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG