لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اوافغانستان به اقتصادی او سیاسي څانگو کې مرستې سېوا کوي


پاکستان اوافغانستان به اقتصادی او سیاسي څانگو کې مرستې سېوا کوي
پاکستان اوافغانستان به اقتصادی او سیاسي څانگو کې مرستې سېوا کوي

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي او دهغه افغان سيال زلمي رسول وئيلي دي دواړو گاونډي هيوادونو په اقتصادي او سياسي څانگو کې ددوه اړخيزه مرستې سيوا کولو لپاره په ځينو نوؤ گامونو اتفاق کړى دى چې ورسره به دپاکستان او افغانستان ترمينځ داړيکو يو نوب باب پيل شي.
دزيارت په ورځ په اسلام اباد کې دترسره شوؤ مذاکراتو نه وروسته يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپاکستان خارجه وزير وويل دواړو هيوادونو اوس اوس دصلاح مشورو ديو نوي عمل اغاز کړى دى چې مقصد يې دگډو هدفونو ترلاسه کول دي او ددغو تماسونو له امله ددوه اړخيز باور په فضاء کې ښه والى راغلى دى.
هغه وويل دپاکستان او افغانستان دتجارت دوزارتونو په عهديدارانو مشتملې يوې کاري ډلې جوړولو فيصله شوې ده چې ډير زر به په اسلام اباد کې غونډه کوي چې کار به يې په افغان ټرانزټ ټريډ يا تړون دنفاذ دعمل څارنه وي.
ددې ترڅنگ دپاکستان منصوبه بندۍ کميشن او دافغانستان داقتصادي وزارت ترمينځ هم تماسونو ته دودې ورکولو پريکړه شوې ده چې مقصد به يې دخارجه وزير په وينا توانايۍ، کرکيلې، معدنياتو او دځانگړې صنعتي ساحې په شمول دداسې منصوبو شروع کولو دامکاناتو جاج اخستل وي چې ددواړو هيوادونو لپاره گټور وي.
شاه محمود قريشي وويل دهغه هيواد دترهه گرۍ دختمولو په اراده قائم دى او په افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره طالبان په سياسي ليکه کې دشاملولو دافغان حکومت دهڅو کوټلى ملاتړ کوي.
هغه وويل دسيمه ييز امن او سلامتۍ ترلاسه کولو لپاره دخارجه وزيرانو په کچه ديو گډ کميشن جوړولو پريکړه هم شوې ده چې دافغانستان او پاکستان د خارجه وزارتونو، پوځ او خفيه ايجنسيو په استازو به مشتمل وي.
افغان خارجه وزير زلمي رسول دخپل پاکستاني سيال دبيان تائيد کولو سره وويل يقيناً چې دواړه هيوادونه په يوې کوټلي باوري فضاء کې داړيکو دپياوړي کولو لپاره هڅې کوي.
دواړو وزيرانو وويل دخبرو اترو يو بل بنيادي مقصد په راتلونکې مياشت کې واشنگټن کې د22مې څخه تر 24مې فرورۍ پورې دترسره کيدونکې درې فريقي غونډې تياري هم وه.
خارجه وزير قريشي وويل په تيرو وختونو کې دامريکا، پاکستان او افغانستان دپوځونو او استخباراتي ادارو ترمينځ همکاري روانه وه خو دسياسي رابطو قائمولو ضرورت هم ؤ چې په هغې اوس اتفاق راغلى دى.
افغان خارجه وزير زلمي رسول وويل په افغانستان کې دجنگيالو دسياسي جوړجاړي او هغوي په سياسي ليکه کې دشاملولو هڅو کې پرمختگ شوى دى خو ددغه عمل دکوټلو نتيجو مخې ته په راتللو کې به وخت لگيږي.
افغان خارجه وزير پاکستاني صدر او وزيراعظم سره هم ليدنې کړي چې پکې پاکستاني مشرانو په افغانستان کې دامن او سلامتۍ دټينگښت دهڅو دملاتړ دارادې پخلى وکړو.
پاکستاني چارواکو اوس اوس دا تورونه لگولي دي چې تندلاري دافغان پولې څخه دپاکستان خاورې ته وراوړي او دغلته ترهه گريز فعاليتونه کوي.
افغاني چارواکو ددغو تورونو کوم ځواب نۀ دى ورکړى خو يوه ورځ وړاندې دپارلمان نوؤ ټاکل شوؤ غړو ته پخپله وينا کې افغان صدر حامد کرزي باور ورکړى ؤ چې چاته به هم دا اجازه ورنۀ کړي چې دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد وکاروي.
دروانې مياشتې په پيل کې دافغانستان داعلي امن کونسل مشر پروفيسر برهان الدين رباني په مشرۍ کې يو هيئت هم دپاکستان څلور ورځنۍ دوره کړې وه.
دغه کونسل په افغانستان کې دداسې طالبانو سره دامن خبرو اترو پيل کولو لپاره جوړ شوى ؤ چې دالقاعده سره خپل تعلق ختم او دتشدد دلارې پريښودلو سره دافغانستان اساسي قانون مني او ځان عادي ژوند ته راگرځول غواړي.
په راتلونکې مياشت کې واشنگټن کې دامريکا، پاکستان او افغانستان دمشرانو ترمينځ درې فريقي غونډه هم کيدونکې ده چې پکې به دسيمه ييز وضعيت جاج اخستلى شي.
امريکائي کانگريس ته دنهې په ورځ صدر اوباما پخپله وينا کې وئيلي وؤ امريکا به دروان کال دجولا ئي دمياشتې څخه افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو هيواد ته دراستنولو عمل پيل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG