لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان سفیر په پېښور کې د افغان مارکيټ څخه لرې کړی شوی ملي بيرغ بیرته پورته کړی


په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خانې ویلي په پېښور کې د افغان مارکيټ څخه لرې کړی شوی ملي بيرته رپول شوی او ويل شوي که د مارکيټ نه بيرغ بيا ښکته کړی شو په پېښور کې به د احتجاج په توګه کونسلګري وتړي.

د افغانستان سفارت ویلي، "په پېښور کې د افغان حکومت (افغان ملي بانک) ملکیت، چې په افغان مارکېټ پېژندل کېږي، د ځمکې مافیا او غاصبینو ورباندې دعوی کړ‎ې وہ، تېرہ شپه یې په سلګونو پاکستاني پولیسو او حکومتي چارواکو په غېر قانوني توګه له ھټیوالو (دوکاندارانو) څخه د ځمکې د غصب او مافیا ډلې ته د سپارلو کوشش وکړ‎؛ د افغان مارکېټ دوکانونو ته یې قفلونه واچول او د مارکېټ له سرہ یې افغان ملي بیرغ را کښته کړ".

افغان مارکيټ د پېښور په فردوس علاقه کې دی.

د سفارت په بيان کې ویل شوي، د "پاکستاني پولیسو او حکومتي چارواکو دا چارہ له ټولو نړ‎یوالو اصولو او ډيپلوماټیکو عرفونو سرہ په ټکر او د افغان ملي نښان ته سپکاوی دی".

سفارتخانې ويلي افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل او ورسرہ ډيپلوماټانو د ھمدې لانجې د ھواري او څېړلو په موخه نن له غرمې وروسته پېښور ته سفر وکړ، په دې تړ‎او یې د رسنیو د استازو پر وړ‎اندې د افغانستان اسلامي جمھوري دولت دریځ روښانه او افغان ملي بیرغ یې بیرته د یاد مارکېټ پر سر وځړاوه".

مشعل مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، لکه څنګه چې تاسو خبر يې افغان مارکیټ د افغانستان د حکومت جايداد دی او د کلونو کلونو راهسې افغان دولت د دې ماليه ورکوي او دلته پکې دفتر لري.

هغه وويل يو تن (کشميري) په دغه مارکيټ دعوه کړې او زياته يې کړه دوي په دې افسوس کوي چې "يو شخص څنګه کولی شي چې د بل ملک په جايداد دعوه وکړي" هغه د پوليس په کردارد تحفظاتو څرګندونه وکړه.

مشعل وويل د پاکستان د حکومت څخه تمه لري چې په دې مسله په احتیاط سره قدم واخلي لکه د افغانستان د کونسلګرو په صفت د دې مارکیټ د دفاع حق هم افغانستان لری.

ښاغلي سفیر په خپلو خبرو کې زیاته کړ‎ہ "چې دې چارې ته باید د افرادو تر منځ نه، بلکې د دولتونو تر منځ د مسئلې په توګه وکتل شي او په ډاګه یې کړ‎ہ چې که د پاکستاني چارواکو دا عمل بیا ځلې تکرار شي، افغان حکومت به په پېښور کې خپله قونسلګري د اعتراض په توګه وتړ‎ي".

د اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د خبر ترمخه پېښور هايکورټ د شورو، چارشنبې په ورځ امر کړی چې دغه لانجمن افغان مارکيټ دې شوکت کشمیري ته وسپارل شي.

کشمیري دعوه کړې وه چې دا مارکيټ د هغه دی.

راپورونه په افغان مارکیټ کې د دوکاندارانو د اتحاديې د مشر ملک خان سيد مومند له قوله وايي په دې مارکيټ کې ۳۰۰ (300) دوکانونه دي او دا د افغانستان جايداد دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG