لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ډیورنډ کرښې په سر څه هوکړه نه ده شوي


دافغانستان ملي امنیت شورا دپاکستانیو رسنیو هغه رپوټونه په کلکه ردکړل چې ویلي دي دلندن په غونډ کې دکابل او اسلام اباد ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د موانعو د جوړولو هوکړه شوې.

ددې شورا ویاند تواب غوځنګ له ډیوې رایډو سره په خبرو کې وویل ، د لندن په درې اړخیزه غونډه کې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې دپاکستان لخوا د وسله والو دفعالیتونو دمخنیوي، دهغوی د پټن ځایونو د له منځه تلو او همداراز دهغو ترهګرو د نوملړ لیستونه چې دواړو هیوادونوپه دې وروستیو کې یوبل ته سپارلي دهغوی پروړاندې د ګټور اقدام ترسره کیدو په اړه هوکړې ته رسیدلي دي.

غورځنګ ویلي افغان حکومت د ډیورنډ په فرضې کرښې دپاکستان دپوځ لخوا د اغزن تار او د نورو موانعو له جوړولو سره مطلق مخالف دی اوپه ټول طاقت سره کوښښ کوي چې ددې یوجانبه اقدام مخه ونیسي.

په دې وروستیو کې یو شمیر پاکستانیو رسنیو ویلي چې دلندن په درې اړخیزه غونډه کې کابل او اسلام اباد د ډیورنډ په اږدو کې د موانعو په جوړولو هوکړې ته رسیدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG