لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانیه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب کوي


افغانستان ته د تجارتي سامان لویه برخه د پاکستان نه تیریږي او د پاکستان د پولې بندیدو په وجه په زرگونو ټرکونه د سرحد دواړو غاړو ته ایسا ولاړ دي
افغانستان ته د تجارتي سامان لویه برخه د پاکستان نه تیریږي او د پاکستان د پولې بندیدو په وجه په زرگونو ټرکونه د سرحد دواړو غاړو ته ایسا ولاړ دي

د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د امنیت او د کابل او اسلام آباد ترمنځ د تاو تریخوالي راکمولو دپاره به برطانیه د دواړو هیوادونو ترمنځ د مذاکراتو کوربه توب کوي.

په خبرو اترو کې به د برطانیه د قامي سلامیته مشیر مارک لایل گرانټ، د هغه افغان هم منصب حنیف اتمر و د پاکستان د خارجه چارو مشیر سرتاج عزیز د خپلو ډلو مشري کوي.

مذاکرات به د شورو، چارشنبې، په ورځ په لندن کې کیږي چې د برطانيي سرښار دی.

د لندن په ناسته کې به "د افغانستان او سیمې د امنیتي وضیعت په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي سیاسي کړکيچ د حل لارو په اړه خبرې کوي،" دا خبره په کابل کې د افغانستان خارجه وزارت په یو بیان کې کړې ده.

دا خبرې اترې په داسې حال کې هم کیږي چې پاکستان په هیواد کې دننه د ترهگرۍ د یو شمیر حملو ورسته په یک طرفه ډول افغانستان سره خپل سرحد تړلی دی.

د پاکستاني چارواکو وینا وه د حملو په شا په افغانستان کې میشته وسله ووخو افغان مامورین دا خبره ردوي چې گني وسله وال د پاکستان خلاف حملې د افغانستان د خاورې څخه کوي. افغان حکومت وايي مسلح مخالفین يي پاکستان کې پناه ځایونه لري.

تیره هفته پاکستان افغانستان سره پوله خلکو د تگ راتگ دپاره د دوو ورځو دپاره پرانستلي وه.

افغانستان ته د تجارتي سامان لویه برخه د پاکستان نه تیریږي او د پاکستان د پولې بندیدو په وجه په زرگونو ټرکونه د سرحد دواړو غاړو ته ایسا ولاړ دي.

پاکستاني مامورین وايي سرحد به ترهغې نه پرانځي ترڅو افغانستان د پولې خپل غاړې ته د امنیت انتظام برابر نه کړي. اسلام آباد کابل ته د ٧٦ داسې مشکوک تنانو فهرست سپارلی دی چې پاکستاني مامورین وايي په افغانستان کې میشته دي او په پاکستان کې ترهگري کوي.

د پاکستاني اقدام په ځواب کې افغانستان هم اسلام اباد ته د گڼ شمیر مشکوک وسله والو او د ٣٢ داسې مرکزونو فهرست ورکړی چې د افغان مامورینو په هلته وسله وال تربیت ترلاسه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG