لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د قران سوځولو خلاف مظاهره کې ٢ کسان مړه شوې


د امریکې د یو عیسائې پادرې لخوا د قران پاک سوځولو پلان خلاف په افغانستان کې په دریمه ورځ هم مظاهرې شوې دي او د اتوار په ورځ مظاهره کې دوه احتجاج کونکې وژل شوې دي.
که څه هم عیسائې پادري خپل اعلان بیرته اخستی او د قران پاک نه سوځه ولو فیصله يي کړې، خو د افغانستان په لوگر ولایت کې د پادرې د پلان خلاف مظاهره شوې.
د ولایت د برکې براک ولسوالۍ مشر وائې امنیتي ځواکونو د مظاهرې په مهال د امنیت پرځائې کولو د پاره ډزې کړې چې له امله يي دوه مظاهره کونکې وژل شوې دي.
محمد رحیم امین ویلې مظاهره چیانو د امریکا مرده باد نعرې پورته کولو او هڅه يي کوله چې په حکومتي دفترونو یرغل ووکړې.
د جمعې او خالي په ورځ هم د افغانستان په مختلفو برخو کې د قران پاک سوځه ولو پلان خلاف مظاهرې شوې. داسې ښکاره کیږي چې مظاهره کونکې د پادرې ټیري جانز د هاغه اعلان نه نا خبره دي چې هغه به قران پاک نه سوځه وي.
بل اړخته نیټو ویلې د افغانستان په ننگرهار ولایت کې پنځه طالبان وژلې چې پکښې د طالبانو یو مشر هم شامل دی.
نیټو ویلې وژل شوي طالب مشر په ١٨ ستمبر کیدونکې پارلیماني انتخاباتو کې د ووټ اچونې په مرکزونو باندې د حملو تیاری کولو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG