لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې خبریال د نامعلومه حمله کوونکي په ډزو زخمي شوی


د خبریالانو د تحفظ دپاره کار کوونکي نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ ژورنلسټس ترمخه د سېټمبر په اووه او اتمه نېټه 14 خبریالان د یوې مظاهرې د خبر ورکولو په مهال په کابل کې نیول شوي وو او په نهو خبریالانو تشدد شوی و
د خبریالانو د تحفظ دپاره کار کوونکي نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ ژورنلسټس ترمخه د سېټمبر په اووه او اتمه نېټه 14 خبریالان د یوې مظاهرې د خبر ورکولو په مهال په کابل کې نیول شوي وو او په نهو خبریالانو تشدد شوی و

په کابل کې د رېډیو سلام وطندار یو خبریال د نامعلومه حمله کوونکي ډزو زخمي شوی دی.

محمد علي احمدي د خالي، شنبې، په ماښام کور ته روان و چې په ټویاټا تاون اېس موټر کې ورسره سور یو بل تن پې ډزې وکړې، هغه په پښه ولګېدو او زخمي شو.

د وي او ای سره خبرو کې ښاغلي احمدي وویل په موټر کې د هغه سره ناست یو تن چې په مخ یې ږیره وه او عمر یې د دېرشو کلونو په لسیزه کې ښکارېدو، هغه نه یې پوښتنه وکړه چې څه کار کوي؟ محمد علي احمدي ورته وویل چې هغه خبریال دی.

دغه تن د احمدی نه بیا پوښتنه وکړه چې هغه د کوم ټېلې وژن دپاره کار کوي؟ احمدي وویل تن ته یې ځواب ورکړو چې د ټېلې وژن دپاره نه "زه د رېډیو سلام وطندار دپاره کار کوم."

دغه تن احمدي ته وویل "د امریکایانو رېډیو سټېشن؟"

احمدي وي او ای ته وویل دغه تن یې وضاحت وکړو چې دا د امرېکې نه د افغانستان مقامي رېډیو سټېشن دی. دغه تن خاموشه شو او د موټر ډرایور ته یې په بل تم ځای (سټاپ) وردېدو خبره وکړه.

احمدي وویل موټر نه د ښکته کېدلو وروسته دغه تن ټوپک راوېستلو، یو شمېر ډزې یې وکړې چې پکې په دوو احمدي په پښه ولګېدو. هغه وايي هغه ګڼل چې دا ځانمرګي چاودنه وه خو وروسته ورته احساس وشو چې هغه په پښه لګېدلی دی.

احمدي وویل حمله کوونکی او د موټر نور مسافر وتښتېدل او ډرایور هغه د سړک په غاړه پرېښودو. یو لارونکي د هغه په زخم پټۍ وتړله او په دې مهال هغه کور ته ټېلې فون وکړو.

احمدي د نهې، سه شنبې، په ورځ د هسپتال نه وي او ای سره خبرې وکړې.

په احمدي د مبینه حمله کوونکي شناخت نه دی شوی او رېډیو سلام وطندار هم نه دی ویلي چې په خبریال یې د حملې په شا څوک کېدلی شي.

د رېډیو سلام وطندار یو چارواکي ویلي طالبانو ته به احمدي د حملې اطلاع ورکړی شوي ده، هغوي پکې د ککړتیا نه انکار کړی او ویلي یې دي چې طالبان به د پېښې تحقیقات وکړي.

د وي او ای رپورټ وايي په احمدي د ډزو پېښه د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د مطبوعاتو په ضد د تشدد د واقعاتو څخه یوه ده.

د خبریالانو د تحفظ دپاره کار کوونکي نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ ژورنلسټس ترمخه د سېټمبر په اووه او اتمه نېټه 14 خبریالان د یوې مظاهرې د خبر ورکولو په مهال په کابل کې نیول شوي وو او په نهو خبریالانو تشدد شوی و.

د سلام وطندار یو بل خبریال شکیب سواش هم په دغو خبریالانو کې چې اېسار کړی شوی او وهل شوی و.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي ترڅو چې مطپوعات خپل فعالیت د شریعت په چوکاټ کې ساتي ټولې ادارې به "ازادې وي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG