لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: قانون سازۍ د نه کېدو له امله په زرګونو افغان کډوال په امریکا کې د غیریقینۍ سره مخامخ دي


ای پي وايي په کانګرس کې د افغانانو په اړه د دغې ناکامۍ نتیجه "سنګینه غیریقیني" ده چې افغانان ورسره مخامخ دي ځکه چې د اګست په میاشت کې په امریکا کې د اوسېدو دپاره د کډوالو د عارضي اجازت نامو یا پرولز مېعاد ختمېږي
ای پي وايي په کانګرس کې د افغانانو په اړه د دغې ناکامۍ نتیجه "سنګینه غیریقیني" ده چې افغانان ورسره مخامخ دي ځکه چې د اګست په میاشت کې په امریکا کې د اوسېدو دپاره د کډوالو د عارضي اجازت نامو یا پرولز مېعاد ختمېږي

په داسې حال کې چې کانګرس ناکامه شوی چې په امریکا کې په مسقتل ډول د اوسېدو په لړ کې افغانانو دپاره قانون سازي وکړي، اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي په زرګونو افغان کډوال دا مهال په امریکا کې د غیریقینۍ سره مخامخ دي.

رپورټ وايي په دغو کډوالو کې زیاتره هغه افغانان دي چې په افغانستان کې د امریکې د تاریخ ټر ټولو اوږد جنګ کې يې د امریکايي عسکرو سره همکاري کړې ده او د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس د افغانستان نه راوتلي او اوس په امریکا کې ژوند کوي.

ای پي وايي د ځینو قانون سازانو امید و چې د کال په اخیره کې کله چې کانګرس حکومت دپاره مالي پنګه منظوروي نو پکې به د افغانانو د امیګرېشن مسله هم حل شي خو دغه کوښښ ناکامه شو او ممکنه ده چې د افغانانو د امیګرېشن مسله اینده کال کانګرس ته په داسې حال کې ورشي چې د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو د ایوان اکثریت به د ريپبلېکن پارټۍ په لاسو کې وي.

ای پي وايي په کانګرس کې د افغانانو په اړه د دغې ناکامۍ نتیجه "سنګینه غیریقیني" ده چې افغانان ورسره مخامخ دي ځکه چې د اګست په میاشت کې په امریکا کې د اوسېدو دپاره د کډوالو د عارضي اجازت نامو یا پرولز مېعاد ختمېږي.

د کال 2021 د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس قریباً 76000 هغه افغانان په پوځي جهازونو کې امریکې ته رارسېدلي دي چې په افغانستان کې يې د امریکايي عسکرو سره د ترجمانانو په حېث کار کړی او یا یې نوره همکاري کړې ده.

ای پي وايی دغو افغانانو ته د "اپرېشن اېلایز ار وېلیکم" یا اتحادیانو ته د هرکلي نومې پروګرام دلاندې په امریکا کې اوسېدو دپاره عارضي اجازت نامې یا پرولز ورکړی شوې په دې وعده چې په امریکا کې دوی د مستقل رهایش دپاره به قانون سازي کولی شي.

دېرش کلن محمد بهزاد حقاق هم د کانګرس د قانون سازي په انتظار دی. هغه دا وخت د ورجینیا ریاست په فېرفېکس کې په پرول یا په عارضي اجازت نامه ژوند کوي خو په عارضي پرول نه کار روزګار کولی شي او نه هم په مستقل ډول رهایش اختیارولی شي. د افغانستان په نسکور شوي حکومت کې هغه د انساني حقونو دفاع او دا ډول یې په افغانستان کې د امریکې د مشن همکاري کوله.

هغه وايي طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس یې هر څه دلاسه ورکړل او "اوس مونږ د خپل مستقبل نه هم نه یو خبر."

د تېر یو کال راهسې د واکمن ډېموکرېټک او د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ د کانګرس ځینې غړي، د پخوانیو عسکرو ځینې تنظیمونه او ځیني پخواني پوځیان کوښښ کوي چې کانګرس د 2023 د اګست د میاشت نه مخکې د "افغان اجسمنټ اېکټ" یا د افغانانو د استوګې مجوزه قانون منظور کړي. د دغې قانون د منظورېدو په نتیجه کې به افغانان د هغه غیریقینۍ نه محفوظ شي چې په امریکا کې په قانوني ډول د اوسېدو دپاره د دوو کلونو عارضي اجازت نامې مېعاد یې سر ته ورسېږي.

د افغان اجسمنټ اېکټ د منظورېدو نه پس به لکه د عراق، وېت نام او کیوبا نه امریکې د راغلو پخوانیو کډوالو په شان اهلیت لرونکي افغانان به هم د امریکې د شهریت دپاره خواستونه ورکولی شي.

د افغانانو په اړه د مجوزه قانون حمایت کونکو فکر کولو چې کانګرس به دغه قانون په نومبر کې د امریکې د مېډ ټرم انتخاباتو نه پس منظور کړي ځکه چې په کانګرس کې يې په لویه کچه ملاتړ موجود دی. خو د قانون پلویان وايي د مجوزه قانون د منظورېدو لاره د ريپبلېکن پارټۍ یو سېنېټر چک ګرېسلي نيولي ده. سېنېټر ګرېسلي د سېنېټ د عدليي کمېټۍ مشر دی او د امیګرېشن مسلې د دغه کمېټۍ په لاسو کې دي.

د افغانان د انخلا فعال او د امریکې د سمندري پوځ پخوانی عسرک شان وان ډایور وايي په کانګرس کې د یو مجوزه قانون په دومره لویه کچه حمایت یې نه مخکې نه دی لیدلی. خو هغه زیاتوي چې دا د مایوسۍ خبره ده چې د یو (سېنېټر ګرېسلي) په سبب دغه مجوزه قانون نه منظورېږي.

ای پي وايي سېنېټر ګرېسلي د تېرو څو میاشتو راهسې دا دلیل وړاندې کوي چې افغان اجسمنټ اېګټ په داسې ژبه کې لیکل شوی چې په تېرو "شلو کلونو کې زمونږ د همکارانو" نه علاوه د افغانستان نه راوېستل شويو نورو افغانانو دپاره هم بغیر د څه کره کتنې په امریکا کې د مستقل رهایس لاره هواروي.

سېنېټر ګرېسلي ای پي ته وویل امریکا باید افغانانو سره کړي خپله وعده پوره کړي، د کره کتنې په عمل څه اختلاف موجود دی "دا یوه مسله ده چې لا نه ده حل کړی شوې."

د مجوزه قانون حمایتیان د سېنېټر ګرېسلي تشویش ردوي. د 30 نه زیاتو پخوانیو پوځي افسرانو چې پکې د امریکې د پوځ درې پخواني مشران هم شامل دي کانګرس ته یې لیکلي چې د قانون منظوري د امریکې د قامي سلامتیا په مفاد کې خبره او "اخلاقي فرض " دی.

د دې ترڅنګ وایټ هاوس هم د افغان اجسمنټ اېکټ د منظورۍ حمایت کوي.

د صدر جوبایډن ترجمانې کېرېن جین پيېر د ډسمبر په میاشت کې وویل "د هغو افغانانو خیال ساتلي ضروري دي چې زمونږ خیال یې ساتلی و."

د قانون د منظورېدو په نتیجه کې به افغانان په مستقل ډول په امریکا کې اوسېدو قانوني حق ولري بلکې د هغو افغانانو د تحفظ دپاره به لارې چارې بهتر کړي چې تر اوسه د انخلا نه پاتې او په افغانستان کې دي.

په سېنېټ کې د ډېموکرېټک پارټۍ مشر چک شومر د افغانانو په اړه د قانون په منظورۍ کې د ځنډ الزام په ریپلېکن پارټۍ پورې کوي. هغه وايي افغانانو د امریکايي عسکرو دپاره خپل ژوندونه په خطر کې اچولي دي او پکار ده چې ورته د دغې همکارۍ انعام ورکړی شي.

ای پي وايي د امریکې د قامي سلامتیا مامورینو او پوځي افسرانو د هغو اقداماتو په اړه معلومات شریک کړي دي چې امریکې ته د راسېدو نه مخکې افغانانو د څارنې یا کره کتنې دپاره ځای په ځای کړی شوي وو. په دغو اقداماتو کې په یورپ او منځني ختیځ کې د افغانانو سېکیورټي په اړه څارنه، د دوی د پس منظر یا ماضي په اړه معلومات، بایوګرېفېک او بایومېټرېک معلومات، د اواز، د سترګو او د لاسونو چاپونه او د مخ تصویران کتل شامل وو.

خو ريپبلېکنز وايي د کره کتنې دغه نظام په مکمله توګه محفوظ نه دی او ا د سېټمبر په میاشت کې د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي هغه رپورټ ته په اشاره وايي دوه کسان چې د افغانستان نه راغلي وو او په عارضي ډول ورته په امریکا کې د پاتې کېدو اجازت نامه یا پرول ورکړی شوی وو د امریکې د قامي سلامتیا دپاره خطر بلل شوي وو. د دې په نتیجه کې د افغان اجسمنټ اېکټ په مسوده کې دا خبره ولیکل شوه چې امریکې ته د راتګ دپاره خواست کونکي افغانان به پخپله انټرویو ته حاضرېږي او حکومتي ادارې به کانګرس د کره کتنې د هغو اقداماتو نه خبروي د دې نه مخکې چې افغانانو د څارنې دپاره ځای په ځای کړی شي.

د ډېموکرېټک پارټۍ سېنېټر اېمي کلوبوشار او د ريپبلېکن پارټۍ سېنېټر لندسی ګراهم چې د افغان اجسمنټ اېکټ مرکزي پلویان دي ژمنه کوي چې د جنورۍ په میاشت کې به دغه مجوزه قانون د کانګرس نوي نشست ته وړاندې کوي.

ای پي وايي د نورک سېڼر نومې ادارې سره د اېسوسي اېټېډپرېس په مشترکه سروی کې برخه اخیستونکو د امریکایانو اکثریت، 72 فیصد کسانو، د دې خبرې حمایت کړی چې دا د امریکې فرض دی چې افغانانو ته د طالبانو نه پناه ورکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG