لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان کډوالو د سکولونو په کتابونو کې٫٫ د هند-افغان٬٬ په ملګرتیا اندېښنه ښودلې


د پاکستان د خیبر پښتونخوا د حکومت چارواکو د افغان کډوالو په کېمپونو کې د ښونځیو یا سکولونو په درسي نصاب باندې اندېښنه ښودلې ده.

د خیبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ته په یوه استولي بیان کې ویلي ، چې ددغې ادارې لخوا د کډوالو لپاره د لومړنیو ښونځیو (۱-۶ ټولګیو) په کتابونو کې داسې خبرې راغلي دي چې دوی یې اندېښمن کړیدي.

په ټولنیزو رسنیو خپور شوي رسمي بیان کې پاکستاني چارواکو خپلې اندېښنې داسې بیان کړي.

۱-د افغانستان بیرغ د انګلیسي کتابونو په هرې پاڼې کې دی.

۲-هند په کې د افغانستان ملګری هېواد ښودل شوی.

۳-د افغانستان او پاکستان پوله په کې د ډیورنډ لاین په نامه یاده شوېده.

۴-د شپږم ټولګي په کتابونو کې د ګلګت بلتیستان او د کشمیر لانجمنه سیمه د هند برخې ګڼل شوې دي.

په بیان کې دا هم ویل شویدي چې د یو اېن اېچ سي ار ادارې په دې وروستیو کې ددغو ښونځیو په تعلیمي نصاب کې له دوی سره د مشورې پرته دا بدلون راوستی دی.

ددغو خبرو له امله د اړینو ګامونو د پورته کولو او په دې اړه د کورنیو چارو وزارت ته د یو بشپړ راپور د لېږلو غوښتنه شوېده. په دغه بیان کې غوښتل شویدي چې له یادې مسلې سره دې په بیړه چلند وشي.

افغان حکومت او یو اېن اېچ سي ار تر دې مهاله د خیبرپښتونخوا د حکومت ددغو اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG