لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې نوی تعلیم کال: د نجونو سکولونه بند پاتې دي، امریکا او ملګرو ملتونو یې د پرانیستو غوښتنه کړې


په افغانستان کې د نوي کال په لومړۍ ورځ د کابل په ګډون په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال هم پیل شو، خو د طالبانو حکومت په درېیم کال هم نه تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د بندو سکولونو د پرانیستلو اعلان کړی او نه یې په رسمي توګه د نوروز ورځ لمانځلې ده.

د مارچ 20مه د نوي 1403 لمریز کال لومړۍ ورځ ده، چې د منځنۍ اېشیا د نورو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې هم د پسرلي د لومړۍ ورځې په توګه لمانځل کیږي، خو د طالبانو حکومت د تېرو دوو کلنو په څېر سږ کال هم د نوروز د لمانځنې لپاره رسمي غونډه نه وه جوړه کړې.

د طالبانو د تعلیم وزارت د نوي تعلیمي کال په مناسبت په یوه اعلامیه کې له استادانو او زده کوونکو غوښتي چې "خپلې ظاهري بڼې له اسلامي اصولو" سره برابرې کړي او له داسې جامو اغوستلو ډډه وکړي چې د "اسلام او افغاني دود" خلاف وي.

د طالبانو تعلیم وزیر سید حبیب الله آغا د کابل په «اماني لېسه» کې د نوي تعلیمي کال د پیل مراسمو ته په وینا کې له دیني علومو سره سره پر عصري تعلیم هم ټینګار کړی دی خو د نجونو د بندو سکولونو د پرانیستلو په اړه یې څه نه دي ویلي:

"عصري علوم او پرمختګ د ژوند اړتیا ده او اسلامي امارت یې هیڅکله هم خلاف نه دی، ځکه اسلام یې مخالف نه دی."

د افغانستان ګڼ شمېر سیاستوالو او د تېرو حکومتونو چارواکو د افغانستان خلکو ته د نوروز مبارکي ویلي، خو ورسره یې د طالبانو له حکومته هم غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي په یو پیغام کې ویلي چې د نوي کال په را رسېدو سره نوی تعلیمی کال هم پیلیږ‌ي چې وایي افغان بچیانو، نجونو او هلکانو ته د جشن او د اختر د ورځو په شان وي:

"متأسفانه نیژدې درې کاله کیږي چې د ګران هیواد نجونې له تعلیمه محرومې دي او نه شي کولای مکتبونو او پوهنتنونو ته ولاړې شي، علم زده کړي او په دې توګه خپلې کورنۍ او وطن ته خدمت وکړي".

حامد کرزي‌ تعلیم د هرې انساني ټولنې د بقا، پرمختګ، عزت او له محتاجۍ د خلاصېدو لار ګڼلې او یو ځل بیا یې د طالبانو پر حکومت ږغ کړی چې نجونو ته د لوړو زدکړو اجازه ورکړي:

"زه له سرپرست اسلامي حکومته په تکرار دا غوښتنه کوم چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د افغانستان د لوڼو پر مخ پرانیزي، دوی ته دې د ښه تعلیم او پرمختګ زمینه برابره کړي، چې هیواد مو د پردیو له احتیاجه آزاد، پر ځان بسیا او د سیالانو سیال شي."

د افغانستان په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې د عالي شورا مخکیني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله افغانانو ته د نوي لمریز کال مبارکي ویلې او هیله یې ښکاره کړې چې نوی کال به په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو سبب شي. ډاکټر عبدالله پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي:

"تمه لرو چې په نوي تعلیمي کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او د هیواد پتمنو میرمنو لپاره- چې زمونږ د ټولنې نیمايي برخه جوړوي- د کار زمینې برابرې شي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له تعلیمه د افغانو نجونو او ښځو پرله پسې محرومه کول "زړه ماتوونکی" او "ځوروونکی" عمل بللی دی.

د وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل د مارچ پر 19مه خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره سم چلند د امریکې د حکومت د پالیسۍ د لوړې کچې په لومړیتوبونو کې راځي. ښاغلي پټېل وویل:

"زموږ په باور دا هغه څه دي چې د طالبانو حکومت ته هم باید اهمیت ولري او فکر وکړي چې دا ډېر زیاته مهمه ده کله چې دوی د نړیوالې پیژندنې په اړه د خپلې لېوالتیا په تړاو خبرې کوي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې "یوناما" هم افغانانو ته د نوي لمریز کال مبارکي ورکړې او په افغانستان کې یې د سولې او د سوکالۍ لپاره دا ضروري بللې چې ټول تعلیم ته لاسرسی ولري. یوناما پر خپل فېسبوک لیکلي:

"په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره له 900 څخه زیاتې ورځې کیږي چې له 12 کلونو څخه لوړ عمر لرونکې نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه منع شوې دي. یوناما له واکمنو چارواکو غواړي چې دغه ناعادلانه او زیان رسوونکی بندیز پای ته ورسوي".

طالبانو د 2021م کال په اګست کې په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمنن شوي او له هغه وروسته یې په هېواد کې د نوي لمریز کال په راتګ سره د نوروز د جشن نمانځل بند کړي دي.

د طالبانو حکومت د 2021م کال له ستمبر میاشتې راهیسې تر شپږم ټولګي پورته او د 2022م کال له دسمبر میاشتې راهیسې په پوهنتونونو کې د نجونو تعلیم منع کړی او بیا بیا یې ویلي چې د بیرته پیلولو لپاره یې پر پلان کار کوي، خو د نړیوالو او افغانانو د پرله پسې غوښتنو باوجود یې هم هغوی ته د تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG