لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: د خارجې ځواکونو د ویستلو نیټه ناکامي ښائي

د افغانستان صدر حامد کرزۍ هم د نیټو سر مشرانو په غونډه کې د پرتگا سرښار لزبن کې برخه اختسې
د افغانستان صدر حامد کرزۍ هم د نیټو سر مشرانو په غونډه کې د پرتگا سرښار لزبن کې برخه اختسې

طالبانو د نیټو لخوا افغانستان نه د جنگي ځواکونو د ستنولو د پاره د کال ٢٠١۴ نیټه د ناکامۍ نخښه گرځولې ده.

د اتوار په ورځ یو بیان کې طالبانو ویئلې د نیټو فیصله بې منتقه ده او ددې په وجه به د طالبانو د قوله افغانستان کې بې معنې او بې نتیجې جنگ نور هم اوغځیږي.

د پرتگا سرښا لزبن کې د نيټو عمومي سکتر اينډرس فوغ راسموسن ویلي دي چې هغه په فکر کال 2014م وروسته به د ایتلافي ځواکونه رول به افغانستان کې جگړه کول نه وي.
ښاغلي راسموسن زیاته کړه چې باور کوي چې افغان او ایتلافي ځواکونه به د 2014م هدف ترلاسه کړي خو خبردارې ورکړو چې دغه پلان افغانستان کې د امنیت په واضعه ارتبط لري.
د ملگرو ملتونو سر منشي چې په دغه غونډه کې یې گډون کړې او د مطبوعاتي کانفرنس په وخت موجود وویل چې افغانستان نه د ایتلافي ځواکونو ستنیدل دې په حالاتو نه چې په جدول ارتباط ولري.
دنيټو عمومي سکتر اينډرس فوغ راسموسن پخپلو ابتدائي څرگندونو کې وويل کۀ چرې دافغانستان دښمنان د دوي د وتلو ته سترگې په لار دي نو هغوي گمان غلط دى ، بلکې دوي به په افغانستان کې دخپل کار تر ختمولو پورې ايسار وي.
د نيټو لپاره امريکائي سفير ائيو ډالډر وويل د 2014 کال به دافغانستان نه دائتلافي ځواکونو دوتلو هدف وي او له دغې وروسته به افغانستان کې دنيټو جنگي کردار په يوه ليکه ولاړنۀ وي خو دنيټوزياتره برخه وال ټينگار کوي چې هغوي به تر کال 2014م پورې افغانستان څخه خپل پوځيان وباسي.

بل خوا افغانستان نه راغلې رپورټونه وائي هیواد کې د بې امنۍ پیئې دوام لري.

د اتوار په ورځ قندهار کې د بمي چاؤدنې په نتیجه کې درې ملکي تنان وژل شوې او څلور نور زخمیان شوې دي.

او د خالي په ورځ افغان او نړې والوځواکونو په شریک عملیاتو کې د ٢٠ ؤ نه زیات یاغیان وژلې دې.

This item is part of
XS
SM
MD
LG