افغانستان کې میشته نړې والو ځواکونو وئیلې افغان او نیټو عسکرپه جنوبي هلمند ولایت کې د طالبانو د ولکې د لاندې سیمو کښې مخ په وړاندې تللې دي او طالبان يي پشا تمبولې دي.
د گل په ورځ نیټو خپل خبرې بیان کې وئیلې دا وړمبی ځل دی چې افغان او نړي وال عسکر د طا لبانو په سیمه کې دومره وړاندی تللې دي.
بل خوا د افغان پارلیمان شا او خوا ١٠٠ غړو د صدر حامد کرزۍ نه غوښتنه کړې چې د نوي منتخب شوې پارلیمان پرانسته دې د دسمبر د میاشتې په ١٩ مه نیټه اوکړې، ددې باوجود چې د ستمبر په میاشت کې شوې پارلیماني انتخاباتو نتائجو په سر لانجې اوس هم روانې دي.
د ٢۴٩ تنیز افغان پارلیمان یا ولسي جرگې د پاره ووټو د ستمبر په ١٨ نیټه اچول شوې ؤ. د نتائجو اعلانول د اکتوبر په ماشت کې ټاکل شوې ؤ خو ورستو دا کار ځکه د ځنډ ښکار شو چې په رائې اچونه کې د بې قانونیو، درغلیو او د ووټ ورکونکو د ویرولو په اړه ٥،٠٠٠ شکایات رامنځته شول.
ددغه شکایاتو په سر ٢۴ بریالي امیدواران نااهله اوگرځولی شول.
ددې ترسنگ مشر سرکاري وکیل یا څارنوال د انتخابي کمیشن نه غوښتنه کړې ده چې د انتخاباتو نتائج دې رد کړی شي. خو انتخابي او انتخاباتو کې د شکایاتو کمیشن دا غوښتنه رد کړې ده او داسې کول د قانون خلاف ورزي گڼي.
انتخاباتو سره تړلې لانجه په داسې وخت کې روانه ده چې افغانستان کې د بې امني پیښې زیاتې شوې دې او طالبانو د افغان او نړې والو ځواکونو خلاف حملې زیاتې کړې دې. پرون د اتوار په ورځ د طالبانو په ځانمرگې برید کې د نیټو شپږ عسکر وژل شوې ؤ او نیټو وئیلې ؤ په مختلفو عملیاتو کې يي تر ٢٥ ؤ پورې یاغیان وژلې.
طالبان د جنوبي افغانستان په هلمند ولایت کې تر ټولو زیات مظبوط گڼلی کیږي چرته چې نیټو وئیلې د یاغیانو خلاف يي گټې ترلاسه کړې دي. د گل په ورځ بیان کې نیټو وئیلې افغان او نیټو عسکر په گنړه شمیره کې هلمند کې پرځائې کړی شول خو یاغیانو د جگړې تاب اونه لرلی شو او پشا شول.
د افغانستان په نورو سیمو کې یوشمیر مشکوک جنگیالي نیول شوې دې او امنیتي ځواکونو د هاغه کس د نیولو په غرض د لټون عملیات شورو کړې دي چې د اتوار په ورځ شوې ځانمرگي حمله کې د لاس لرلو شک پې شوی دی. دغه حمله کې شپږ د نیټو عسکر وژل شوې دي.