لاس رسیدونکی لینک

 
افغان طالبانو ۶۳ کسان د "غېر اخلاقي" تعلقاتو په شمول په یو شمېر نورو الزاماتو په درو وهلي
تازه خبر

افغان طالبانو ۶۳ کسان د "غېر اخلاقي" تعلقاتو په شمول په یو شمېر نورو الزاماتو په درو وهلي


په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته دا وړمبی ځل دی چې ظالبانو په دومره لویه شمېره کې خلکو ته په عامه ځایونو کې د سزاګانو ورکولو اعلان کړی دی
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته دا وړمبی ځل دی چې ظالبانو په دومره لویه شمېره کې خلکو ته په عامه ځایونو کې د سزاګانو ورکولو اعلان کړی دی

د افغانستان د واکمنو طالبانو سپریم کورټ یا سترې محکمې ویلي د ۱۴ ښځو په شمول ۶۳ کسان د افغانستان په شمال کې د لواطت، د جنسي فعل و نورو غېر اخلاقي تعلقاتو الزام د سزا کېدو وروسته په عامو ځایونو کې په درو وهل شوي دي.

د طالبانو سپریم کورټ د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان دغه اعلان وکړو.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته دا وړمبی ځل دی چې ظالبانو په دومره لویه شمېره کې خلکو ته په عامه ځایونو کې د سزاګانو ورکولو اعلان کړی دی.

د طالبانو په اعلان کې وېل شوي چې دغه سزاګانې د سرپل ولایت په مرکزي ښار سرپل کې د لوبو په مېدان کې ورکړی شوي دي او د ولایت ګورنر یا والي، ججانو، امنیتي چارواکي، د سيمې مشران او عام خلک په دې موقع موجود وو.

په ۲۰۲۱ کې د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو په سلګونو ښځو او سړو ته د لوبو په مېدانونو او عامه ځایونو کې د درو وهل شوي دي.

طالبانو لږ تر لږه پینځو افغانانو ته د مرګ سزاګانې ورکړي او په ډزو اعدام کړی شوي دي.

ملګرو ملتونو او د انساني حقونو ډلو د طالبانو په حکومت کې خلکو د اعدامېدو او په عامه ځایونو کې د سزاګانو غندنه کړې، وایي د نړیوالو بشري قوانینو خلاف ورزي ده او په بېړنۍ توګه دې ودرول شي.

د طالبانو مشر هبت الله اخند زاده دغه غوښتنې رد کړي دي. اخندزاده لوظ کړی چې جنسي فعل په الزام به ښځو ته د سنګسارۍ سزا هم عملي کوي خو تر اوسه د دې سزا په اړه څه رپورټ مخې ته نه دی راغلی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG