لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان: پاکستان دې د خپلو "ناکامیو ملامتي" په افغانستان نه اچوي


د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سوشل ميډیا په وېب پاڼه اېکس، پخواني ټوېټر، وویل طالبان د افغانستان په شان په پاکستان کې هم امن غواړي او هېڅ چاته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمال کړي
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سوشل ميډیا په وېب پاڼه اېکس، پخواني ټوېټر، وویل طالبان د افغانستان په شان په پاکستان کې هم امن غواړي او هېڅ چاته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمال کړي

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د دې خبرې په جواب کې چې په افغانستان طالبانو د واکمنېدو نه پس په پاکستان کې ترهګري زیاته شوې، طالبانو ویلی د پاکستان دننه امن ساتل د دوی ذمه واري نه ده، پاکستان دې خپلې مسلې خپله حل کړي او د ناکامیو ذمه وار دې افغانستان نه بلي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سوشل ميډیا په وېب پاڼه اېکس، پخواني ټوېټر، وویل طالبان د افغانستان په شان په پاکستان کې هم امن غواړي او هېڅ چاته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمال کړي.

"خو د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امن ټینکولو مسولیت نه لري، هغوی باید خپل کورني مسایل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي،" مجاهد وویل.

د ذبیح الله د بیان نه مخکې د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړویلي وو په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې په پاکستان کې ترهګري تر 60 فيصد زیاته شوي او په ځانمرګي بريدونو کې 500 فیصد اضافه شوې ده.

هغه وویل افغان طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د هغه په قول د بده مرغه داسې ونه شول.

څيړونکي وايي په بل هیواد د تورونو په ځای پکار ده چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد خپله واضحه تګلاره جوړه کړي.

وزيراعظم کاکړ وویل په تیر دوو کالو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پیښو کې د دوه زرو نه کسان وژل شوي، زمه وار یې تحریک طالبان پاکستان دی او دا ترهګره ډله پاکستان کې د بریدونو دپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.

کاکړ دا هم وویل ، په پاکستان کې ځانمرګو بریدونو کې 15 افغانان هم شامل وو او تراوسه پورې 64 افغانان د ترهګرۍ د مخنیوې په اقداماتو کې د پاکستان قانون نافذونکو ادارو وژلي او په دې هر څه يې د طالبانو حکومت خبر کړی دی

د پاکستاني وزیراعظم د خبرو په جواب کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل "دا چې د اسلامي امارت د بریا څخه وروسته په پاکستان کې ناامني زیاته شوې، د دې دلیل نه شي کېدای چې ګنې موږ به د پاکستان د نا امنیو ترشا یو."


مجاهد وویل پاکستان سره ښه تعلقات غواړي او پاکستان ته هم پکار ده چې د طالبانو "ښه نیت درک کړي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG