لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي په افغانستان کې عیسایان ژوند نه کوي، امریکايي تنظيمونو په دې اړه تشویش څرګند کړی


د ۲۰۱۹ په دې تصویر کې یو امریکايي عسکر د مزارشریف سره نژدې د یوې کلېسې نه بهر ولاړ لیدل کېږي
د ۲۰۱۹ په دې تصویر کې یو امریکايي عسکر د مزارشریف سره نژدې د یوې کلېسې نه بهر ولاړ لیدل کېږي

حسين اندرياس د 1980 په لسيزه کې په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د يرغل خلاف د يو مذهبي جنګيالي په توګه جنګېدلی خو د شوروي اتحاد د افغانستان نه د وتلو نزدې يو کال وروستو هغه عساييت مذهب ته واوړېدو.

اندرياس تر نهه کالو پورې د سيمې په هېوادونو کې تېر کړل، شکنجې او ځورول يې وګالل چې اخر ورته د امريکا په ورجينيا ايالت کې په يو کليسا کې روزګار ورکړل شو او د دې جوګه شو چې امريکا ته راشي.

اوس هغه په ټېنسي سيمه کې د خپل کور نه په يوټيوب او فيس بک په ژوندۍ بڼه خورونې کوي او په درۍ او پښتو ژبه د عساييت تبليغ کوي.

اندرياس وي او ای ته وايي “مونږ دلته په ټېنسي کې يو افغان کليسا لرو چې پينځلس غړي يې دي. مونږ نورې غټې افغانې کليساګانې په کينټکي، لاس اينجلس او نورو ځايونو کې هم لرو”.

د اندرياس په وينا ډېری افغان عيسايان تېر کال په افغانستان کې د طالبانو د واک نيولو وروستو امريکې ته راغلل.

تېره مياشت د امريکا د نړيوالو مذهبونو د ازادۍ کمېشن يو ايس سي اي ار ايف د امريکا د خارجه چارو د وزارت نه غوښتنه کړې چې د طالبانو د واک لاندې افغانستان دې د مذهبي ازادۍ ضد هېواد وګرځوي.

حسين اندرياس په ټېنسي سيمه کې د خپل کور نه په يوټيوب او فيس بک په ژوندۍ بڼه خورونې کوي او په درۍ او پښتو ژبه د عساييت تبليغ کوي
حسين اندرياس په ټېنسي سيمه کې د خپل کور نه په يوټيوب او فيس بک په ژوندۍ بڼه خورونې کوي او په درۍ او پښتو ژبه د عساييت تبليغ کوي

که داسې وشي دا به د ملک مالي حيثيت نور هم اغېزمن کړي او د طالبانو چارواکو په سفرونو به بندېز ولګي.

کمېشن په خپل يو رپورټ کې ليکلي “دوی داسې رپورټونه تر لاسه کړي چې طالبان د خپل واک لاندې سيمو کې د خپل سخت دريځه اسلامي قانون لاندې لږکۍ مذهبي ډلې ځوروي.”

د افغانستان په نزدې 38 ميليونه ابادۍ کې د 85% نه زيات خلک سني مسلمانان دي او نزدې 12% شيعه مسلمانان دي. يو شمېر پکې سيکان، هندوان او د نورو مذهبونو منونکي هم شته خو ډېر لږ دي

د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې په شيعه ګانو، سيکانو او هندوانو د مرګوني بريدونو وروستو د امريکا يو غير سرکاري تنظيم انټرنيشنل کرېسچن کنسرن لا اي سي سي ويلي افغان عيسايان په خصوصي توګه د خطر سره مخ دي

د ياد تنظيم د منځني ختيځ د پاره د پروګرام مشره کلير ايوانز وي او ای ته ويلي “اي سي سي د يو شمېر افغان عيسايانو د کورنيو سره په رابطه کې دی چې د طالبانو نه پټ ګرځي. ډېر پکې په بد حال کې دي ځکه چې طالبان پسې چم ګاونډ او کله کله پوره پوره ولسوالۍ لټوي.”

د افغانستان يواځيني افغان يهود زېبولون سيمېنټوف تېر کال په سيپټمبر کې خپله مورنۍ خاوره پرېښوده. په دې وخت کې په سلګونو افغان سيکانو او هندوانو هم افغانستان پرېښود چې په يو وخت کې يې ابادي نزدې 250,000 وه خو اوس ويل کيږي د دواړو عقيدو د منونکو شمېر د 300 نه ډېر نه دی.

په افغانستان کې د عيسايانو په اړه کوم سرکاري شمېر نشته خو يو ايس سي اي ار ايف وايي د دوی د شمېرو تر مخه د 10,000 تر 12,000 پورې افغان مسلمانان عيساييت ته اوړېدلي دي.

ايوانز وايي “هغوی په ويره کې دي او د طالبانو په هدف دي. که چرې ونيول شول نو د دوی او د خپلو خپلوانو ژوند يې د سملاسي خطر سره مخ دی.”

ايوانز وايي حالات داسې جوړ دي چې څوک په څه وجه هم ځان پټ ساتل غواړي ولې رابهر کړل شي ځکه دا د خطر ګام دی خو ولې طالبان وايي په افغانستان کې عيسايان نشته.

د طالبانو وياند انعام الله سمنګاني په دې حقله وايي “په افغانستان کې يو عيسايي هم نشته. عيسايان کله دلته نه دي پاتې شوي او نه يې کوم ثبوت شته. دلته يواځې سيکان او هندوان لږکۍ ډلې ژوند کوي او په خپلو عقيدو کې په بشپړه توګه ازاد او خوندي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG