لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د نیټو بکتر بند گاډي تباه

د جمعې په ورځ شوې د افغانستان سرښار کابل کې شوې د بمې چاؤدنې منظر
د جمعې په ورځ شوې د افغانستان سرښار کابل کې شوې د بمې چاؤدنې منظر

په شرقي افغانستان کې د نیټو په یو مرکز باندې د راکټو حمله شوې ده چې پکښې شپږ بکتر بند گاډي تباه شوې دي.

د نیټو یو ترجمان وئیلې چې د راکټو حمله کې په مرکز کې په تیلو اور ولگیدو او شپږ لوې بکتر بند گاډي پکښې تباه شول.

طالبانو د کونړ ولایت مرکز اسدآباد سره نزدې شوې د حملې ذمه واري په غاړه اختسې. شرقي افغانستان کې اکثر د طالبانواو خارجي ځواکونو په منځ کې نخښتې کیږي. نیټو وئیلې د اتوار په ورځ په شرقي افغانستان کې پنځه د نیټو عسکر وژل شوې دي.

هم د اتوار په ورځ په جنوبي افغانستان کې دوه نور د نیټو عسکر وژل شوې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG