ملگرو ملتونودزيارت په ورځ پخپل يو رپورټ کې وئيلي دي چې بايد افغانستان دښځو دحقونو خوندي کولو لپاره دغيرت په نوم دوژنو، دکم عمره ماشومانودودونو او دخپل مينځي شخړو هوارولو لپاره دجينکو دورکړې (سورې) پشان مخ په زياتيدونکي رسم ورواجونه ختم کړي.
په افغانستان کې دملگرو ملتونو مشن وائي ځينې وخت مذهبي مشران داسې رواجونه نافذوي چې داسلام څخه يې تشريح نۀ وي شوي.
راپور وائي زياتره وخت دغه رسم ورواجونه داسلامي ، افغاني او نړيوالو قوانينو سره مطابقت نۀ لري او دښځو حقونه پکې هم له پامه غورځول کيږي.
راپور وائي پلټونونکو دافغانستان دټولو34ؤ څخه 29ؤ ولايتونو کې د150ؤ ډلو او افرادو سره مرکې کړي چې ترې څرگنده شوې دغه رواجونه دهيواد په زياترو سيموکې موجوديت لري.
دافغانستان په شمال فارياب ولايت کې يو تن پلټونکو ته وئيلي زمونږ په کلتور کې دجبر وادۀ يو بد رواج نۀ دى.
دغه شخص وائي زۀ دخپلې لور په ښو گټو پوهيږم او دا چې هغه د کور څخه بهر نۀ اوځي نو په ښه توگه نړۍ نۀ پيژني او دا به دهغې دپاره ممکنه يا دمنلو وړ نۀ وي چې خپل خاوند پخپله خوښ کړي.
ملگرو ملتونو دښځو په ضد دتشدد ختمولو لپاره دهاغه قانون چې په کال 2009م کې جوړ شوى ؤ او له مخې يې ښځې اخستل او خرڅول جرم دى په نافذولو ټينگار کړى دى.
ديونامام لپاره دبشري حقونو ډائريکټرې جيوگيټي گيگن وئيلي دي اوس ضرورت دې خبرې ته دى چې دښځو په ضد دتشدد ختمولو قانون يا( End violence against women) شعور بيدار او ددغه قانون مکمل نفاذ باوري کړل شي.
دافانستان پوليسواو عدليې دنړيوالې کچې چارواکو څخه ددغه قانون په باضابطه توگه پځايې کولو لپاره دنورې لارښوونې مرستې غوښتنه کړې ده.
په افغانستان
سږ کال داگست په 9مه نيټه په افغانستان کې دښځو دحقونو ستونزې هاغه مهال دنړۍ پام ځان ته راوگرځولو چې يوې ځوانې ښځې وويل دخپل ظالم خاوند څخه دتيښتې په بدل کې دهغې پوزه او غوږونه پريکړل شول.
ددغه ميرمنې خسر دوه اوونۍدمخه نيول شوى دى.