لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: له ۵ کلونو وروسته کندهار ته ای۱۰ جنګي الوتکه لېږل شوې


د وسلوالو طالبانو د نشه یي موادو د کروندو او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره کندهار ته هغه اعلی جنګي الوتکه لېږل شوې چې په عراق او شام کې یې داعش ځپلي دي. دا خبر د سټاراینډ سټرایپس نومې د امریکې د دفاع وزارت مجلې خپور کړی دی.

په افغانستان کې د امریکې د هوایي ځواک مېجر جنرل جېمز هېکر وایي تر پینځو کلونو وروسته یې د اې-۱۰ جنګي الوتکه بیرته د جګړې ډګر ته ستنه کړې ده.

اې ۱۰ تندر II د یوې څوکۍ لرونکې جنګي الوتکه ده چې هوایي ټېنک هم بلل کېږي او د خنځیر یا سوډر په نومونو هم مشهوره ده. دا الوتکه له مځکنیو ځواکونو سره په جګړه کې هوایي مرسته کوي. دا الوتکه پر بکتربند موټرو او ټېنکونو بیړنی برید کوي.

دغه الوتکه په یوه وخت د ۱۶۰۰۰ پاونډه جنګي اوزارو د وړلو توان لري او په زرګونو بمونه پر کره هدف غورځولای شي.

د سټار اینډ سټراپیس ترمخه، جنرل هېکر د نهې، سه شنبې، په ورځ د کندهار په هوایي ډګر کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، له ۲۰۱۲م کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې د جګړې په مهال له اې-۱۰ جنګي الوتکې کار اخلي.

جنرل هېکر له محدودو خبریالانو سره- چې د وي.او.اې خبریالان هم پکې شامل وو- په خبرو کې وویل، سږ کال به وسلوال طالبان له داسې جګړې سره مخامخ شي، چې دوی به یې تصور هم نه وي کړی.

جنرل هېک ویلي چې د جګړې ډګر ته د اې ۱۰ جنګي الوتکې په ورتګ سره به له افغان ځواکونو سره د امریکایي ځواکونو هوایي مرسته زیاته شي او دا به په افغانستان کې د جګړې لوری بدل کړي.

دغه اورغورځونکې جنګي الوتکه یوه اوونۍ مخکې لا کندهار ته رسېدلې او د افغان او امریکایي ځواکونو د جنګي هدفونو لپاره یې الوتنې پیل کړې دي، چې د یوه کمپاین له مخې غواړي د وسلوالو طالبانو د نشه یي موادو کروندې په نخښه کړي.

پر دغه الوتکه ۱۹ میلینه ډالره لګښت راغلی، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې به هم مرسته ورڅخه اخیستل کېږي. دغه الوتکه د مځکنیو ځواکونو محبوبه الوتکه ګڼل کېږي، خو د بودیجې د کمښت له کبله تر اوسه د جګړې په ډګر کې هوایي ځواکونو ورڅخه مرسته نه شوه اخیستلای.

د افغانستان په جنوب کې دا جنګي الوتکه په داسې حال کې د جګړې ډګر ته لېږل کېږي، چې په عراق او سوریه کې د داعش ډلې په ضد مبارزه په پای ته رسېدو ده او د امریکې د پوځ مرکزي اداره (سنټرل کمانډ) غواړي، له سیمې خپلې جنګي الوتکې، د هوایي ځواک کارکوونکي او اثاثې را وباسي او د جنوبي اېشیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې له مخې یې افغانستان ته ولېږي، چې په جګړه کې د هوایي مرستې لپاره ورته اړتیا ده.

جنرل هېک وایي اې-۱۰ جنګي الوتکه وروسته له هغه افغانستان ته لېږي، چې په عراق او سوریه کې یې د داعش په ضد عملیاتو کې کار ځنې واخیست او د داعش ډلې په بشپړ ځپلو کې یې کامیابۍ تر لاسه کړې.

امریکې د اې-۱۰ الوتکې تر څنګ په دې وروستیو کې د جګړې او د وسلوالو د فعالیت لپاره ایم.کیو-۹ ریپر (رېبونکې) بې پایلټه ډرون الوتکې هم افغانستان ته ورکړې دي او همدارنګه ایچ ایچ-۶۰ جي هیلیکاپټر یې هم ورکړي، چې د جګړې په ډګر کې د سرتېرو په موندلو او ژغورلو کې کار ورڅخه واخلي.

له دغو الوتکو څخه د افغانستان په جنوب کې د وسلوالو طالبانو د نشه یي موادو د کروندو په ځپلو کې مرسته اخیستل کېږي، چې له تېر نومبر میاشتې تر اوسه یې د هغوی د کوکنارو ۳۰ کروندې له منځه وړې دي او دې کار وسلوالو ته د ۲۰ میلینه ډالرو تاوان رسولی، چې له نشه یي موادو د هغوی ۱۰ فیصده کالنۍ بودیجه ده.

په انگریزۍ ژبه کې د سټار اینډ سټراېپس رپورټ په دې لنک لوستل کیدی شي:

https://www.stripes.com/news/a-10s-join-effort-to-target-taliban-drug-factories-in-afghanistan-1.508011

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG