لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عبدالله د صدر په توگه د سوگند پورته کولو آمادگي نیسي ـ د غني ډله وایي د تشویش خبره نشته


ولسمشر غني د انتخاباتو د کمېسیون لخوا د انتخاباتو گټونکی او راتلونکی ولسمشر گڼل شوی، او عبدالله عبدالله ځان پخپله بریالی اعلان کړی دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون څخه په تېرو صدارتي انتخاباتو کې د کامیابۍ وثیقه یا سرټېفېکېټ ترلاسه کړ، او وایي چې د اروپایي اتحاد د بهرنیو چارو مشر ورته د ټلیفوني خبرو له لارې، مبارکي هم ورکړې ده.

خو بل اړخ ته عبدالله عبدالله چې د انتخاباتو نتایج یې نه دي منلي او ځان یې کامیاب اعلان کړی دی، د هغه د ویاند په وینا، د نوي صدر په توگه د سوگند پورته کولو دستورې ته آمادگي نیسي. که څه هم تر اوسه د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون یا کومې بلې قامي ادارې، او یا هم له هېواده بهر کوم ملک یا چارواکي د عبدالله عبدالله د گټلو دعوه نده منلې، خو هغه وایي چې ولس ورسره دی او د هغه په وینا، "جعلي حکومت" به ونه مني.

د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند، فریدون خوځون د شورو/چهارشنبې په ورځ وي او اې ډېوه ته وویل چې د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون غړي، که څه هم یوازې د ولسمشر غني لخوا ندي ټاکل شوي بلکې د عبدالله عبدالله په شمول ټولو کاندیدانو په گډه ټاکلي و، خو بیا هم د ده په وینا، دغو کمېشنرانو د صدر غني غوښتنو ته غاړه اېښې او درغلي یې کړې ده، نو ځکه نتایج ورته د منلو ندي.

خوځون زیاته کړه: "مونږ د لوړې (سوگند اخېستو) مراسمو ته آمادگي نیسو. تر څو چې د لوړې مراسم ترسره کیږي، د ملي یووالي حکومت پر خپل ځای دی. تر اوسه هېڅ طرف واک ته ندی رسېدلی، د ملي یووالي حکومت موجود دی، او چې کله د لوړې مراسم ترسره شول، نوی حکومت به په کار شروع کوي."

خو بل طرف ته نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ، د ولسمشر یو لوی سلاکار او د عدالت گوند مشر، عبدالرشید ایوبي وي او اې ډېوه ته وویل چې دا خبرې، د ډاکټر عبدالله د ډلې شخصي نظریات دي. ښاغلي ایوبي د ولسمشر غني کامیابۍ ته په اشارې سره وویل: "دا که هرڅنگه کیږي، دوی به دا مني. دوی مجبوره دي چې قانون ته غاړه کېږدي."

ښاغلي ایوبي وویل حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي چې گډوډي به نه راځي، مدني پرامنه مظاهرې کېدلی شي، خو د پوځ او امنیتي ځواکونو په شتون کې، د اندېښنې وړ حالت نشي راتللی.

په همدې مهال، افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر خپل ټوېټر لیکلي چې د یورپي اتحاد د خارجي چارو او امنیتي پالیسۍ جگپوړي استازي یوزېپ بورېل فونتېلس هغه سره ټلیفوني خبرې کړي او په انتخاباتو کې یې د کامیابۍ مبارکي ورکړې ده.

دا اولنی جگپوړی بهرنی چارواکی دی چې د افغانستان د صدارتي انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته، ولسمشر غني ته مبارکي وایي.

عبدالله عبدالله په کابل کې بهرنیو سفارتونو او نړېوالو تنظیمونو ته خطونه لېږلي دي او ورنه یې غوښتي چې د انتخاباتو د اعلانو شویو نتیجو ملاتړ دې نه کوي.

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا خاص استازی، زلمی خلیلزاد هم افغانستان کې دی، بیگاه یې له عبدالله عبدالله او نن د چهارشنبې په ورځ یې له ولسمشر غني سره کتلي دي.

له ولسمشر غني سره د خلیلزاد نننۍ لیدنه
له ولسمشر غني سره د خلیلزاد نننۍ لیدنه

د رسمي بیانونو ترمخه، په دې لیدنو کې د سولې د بهیر په اړه خبرې شوي، خو د انتخاباتو د نتایجو په اړه، امریکایي چارواکو تر اوسه هېڅ غبرگون نه دی څرگند کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG