لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د استقلال ورځ، په کابل کې رسمي دستورې ونشوې 


مخکې به د افغانستان د ازادۍ د ورځ په مناسبت د حکومت په کچه دستورې کولې
مخکې به د افغانستان د ازادۍ د ورځ په مناسبت د حکومت په کچه دستورې کولې

افغانستان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هېواد ۱۰۲ د استقلال ورځ ولمانځله خو په کابل کې د حکومت په کچه کومه رسمې دستوره ونشوه.

کابل نه د وي او ای اشنا خبریال لیکلي د زیارت په ورځ عاشوره هم لمانځل کېدله.

په کابل کې قراري لیدل کېده او د برطانيي او کېنېډې د سفارتخانو مخې ته د هېواد نه بهرد تلو خواهش لرونکو افغانانو ګڼه وه. دواړو ملکونو اعلان کړی چې ۲۰ زره افغانانو ته به پناه ورکوي.

په عین حال کې د کابل هوايي اډې نه بهر په څلورمه ورځ هم ګڼ شمېر خلک موجود وو.

طالبانو د یکشنبې، په ورځ د په ګډون ټول افغانستان ونیو، ولسمشراشرف غني په پټه له افغانستانه ووت او پرون د متحد عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ یې ښاغلي غني ته په خپل هېواد کې هرکلی کړی دی.

اشرف غني ویلي که چېرې په ملک کې پاتې وی نو وژل شوی به و.

اشرف غني د شورو- چارشنبې په ورځ له هېواده تر وتلو وروسته له عربي اماراتو څخه د خپلې لومړنۍ وېډیویي وینا په پیل کې وویل، له هېواده تر وتلو مخکې یې پر دې کار کاوه چې له طالبانو سره د ټولشموله او نماینده حکومت د جوړېدو پر سر مذاکرات وکړي او په سوله ییزه توګه د واک د منتقلۍ موقع برابره شي‌ او کابل خوندي وساتل شي.

تېر کال د افغانستان د استقلال ورځ په ځانګړو مراسمو د هیواد په ګوټ ګوټ کې نمانځل شوي وه.

د افغانستان 102 کالیزه په داسې مهال راځي چې د ازادۍ له ورځې څو ورځې وړاندې افغان حکومت په بشپړ ډول نسکور او اوس واک د اسلامي امارات له لوري اداره کیږي.

د ا ورځ په داسې مهال راځي چې تیره ورځ څو ولایتونو کې د ملي بیرغ په سر تاوتریخوالی او مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوی.

د خوست یو اوسیدونکی او مدنی فعال فرید قربان د طالب مسولینو غوښتنه کوي چې ملي ارزښتونه دې وساتل شي.

خوست ولایت د ازادۍ په ورځ په بشپړه توګه تړل شوی او پر هر ډول تګ راتګ يې بندیز لګولی.

طالبان د دې ګرځبندیز موخه د هغو کړيو مخنيوی ياد کړی، چې په بېلابېلو نومونو په ښار کې ګډوډي جوړوي او چور چپاول ته زمينه برابروي.

هغه اعلامیه چې رسنیو ته د دې ولایت ځایي طالب چارواکو د ځانګړو نظامي قطعاتو د عملیاتو د پیل تر عنوان لاندې لېږلې، په کی راغلي چې دغه ځواکونه په بېړني ډول ښار ته داخل شوي، څو په ښار کې د ګډوډیو د رامنځته کېدو او د بشپړ امنیت د ټېنګښت په موخه جدي عملیات ترسره کړي.

تیره شپه طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل " له همدې شېبې به خوست ښار تر نامعلومې نېټې پورې د ورځې او شپې بند وي.

اعلامیه کې راغلي "د طالبانو ځانګړې قطعه په ښار کې د ښه امنیت په موخه عملیات کوي. هېڅوک ښار ته د داخلېدو اجازه نه لري، د خلاف په صورت کې ورسره جدي چلند کېږي. یوازې عاجلو ناروغانو او ناروغ لرونکو ته ښار ته د داخلېدو اجازه ورکول کېږي.ښار کې استوګن خلک دې هم پۀ خپلو کورونو او دفترونو کې پاتې شي."

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د ازادۍ د ورځ‌ په مناسبت طالبانو په خپل بیان کې وویل چې د الله په مدد یې د امریکې په ډول قبرجن ملک ته ماتی ورکړو.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG