لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولې یو شمیر افغانان د هند او پاکستان ترمنځ لانجې کې، د هند پلوي کوي؟


په افغانستان کې د هند او پاکستان ترمنځ وروستي کړکیچ ته، حکومتي، ولسي، او د طالبانو غبرگونونه جلا جلا دي، خو هیڅ غاړې هم، د طالبانو په شمول، د پاکستان پر بالاکوټ باندې د هند هوایي برید نه دی غندلی.

له هغه وخت راهیسې چې د کشمیر په پلوامه کې پر هندي عسکرو درنه بمي چاودنه وشوه او پړه یې په پاکستان کې میشتې جیش محمد ډلې پر غاړه واخیسته، د هند او پاکستان تعلقات یوځل بیا د افغانانو ترمنځ د خبرو په یو له تودو بحثونو بدل شو.

ځینو افغانانو، د هغوی په وینا، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د کلونو کلونو لاسوهنې په وړاندې د غوسې څرگندولو په انداز کې، پر پاکستان باندې د هند د هوایي برید هرکلی وکړ.

خو د دې ترڅنگ، یو شمیر نورو بیا د جگړې نه کرکه ښودلې او په سیمه کې یې د سولې د ټینگښت غوښتنه وکړه.

د څه باندې څلویښتو هندي عسکرو په وژل کیدو، هم افغان چارواکو خواشیني وښوده او هم پر سوشل میډیا باندې فعالانو او سیاستوالو له هند سره د همدردۍ اظهار وکړ.

ښایي یو دلیل یې دا وي چې داسې ځانمرگي بمي بریدونه په افغانستان کې هم په کراتو شوي چې پکې افغان عسکر د تندلارو له خوا په نښه شوي دي. هند او افغانستان دواړه وخت ناوخت د دغسې حملو ترشا پاکستان گرم گڼلی او پاکستان یې د تندلارو ډلو په امداد تورن کړی دی. خو پاکستان دا تورونه نه دي منلي او هر وخت یې ویلي چې هغه هیواد پخپله د ترهگرۍ قرباني پاته شوی دی.

هند ته د مبارکۍ پیغامونه

د پلوامه له برید وروسته، کله چې د هند د انتقامي عمل امکان رامخ ته شو، له حکومت نه بهر یو شمیر افغان سیاستوالو هند پخپلو بیانونو کې هند وهڅاوه چې د پاکستان په وړاندې دې کلک گام اوچت کړي.

د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبیل پر خپل ټویټر ولیکل: «د پاکستان پوځ/آی اېس آی باید په سیمه کې د خپلو سرزوریو قیمت پرې کړي.»

په کابل کې د پاکستان سفیر وویل چې که هند پر پاکستان حمله وکړي، نو دا به د افغانستان د سولې پر مذاکراتو هم ناوړه اثر واچوي. دې خبرې هم تند غبرگونونه راوپارول او په دې سترگه ورته وکتل شول چې گني پاکستان د هند زور له افغانستانه وباسي.

د افغانستان د استخباراتو بل پخوانی مشر امرالله صالح چې په آینده انتخاباتو کې د ولسمشر غني په ټیم کې نایب صدر کاندید شوی، پر ټویټر ولیکل:

«په کابل کې پاکستاني سفیر خبرداری ورکړی چې که هند د هغه په ملک کې د کشمیر د حملې بدل واخلي، نو پاکستان به یې انتقام له افغانستانه وباسي [د سولې پر خبرو اثر کولو ته اشاره]. دا د بلیک مېل، سرزورۍ، او بزدلۍ عمل دی. قدرمنه هنده! مونږ کولای شو خپل خیال وساتو، نو ترهگرۍ ته سر مه ټیټوه، او هغه څه چې لازم وي، ویې کړه.»

کله چې د فرورۍ پر ٢٦مه هندي جنگي الوتکې په یو انتقامي عمل کې د پاکستان په هوایي حریم ورننوتلې او هند وویل چې په بالاکوټ کې یې "د جیش محمد ډلې یو غټ مرکز بمباري او گڼ شمیر ترهگر ووژل"، په دې خبرې سره یو ځل بیا په افغانستان کې د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ ته غبرگونونه تاوده شول.

یو شمیر افغانانو پر سوشل میډیا ډېره خوشحالي وښوده او آن هند ته یې د دغو بریدونو له امله مبارکي وویله.

د جنگ خلاف غبرگونونه
یو شمیر داسې افغانان فعالان هم شته چې په احتیاط سره په سیمه کې د یو لوی جنگ د پیښیدو نه ویره څرگندوي او د جنگ خلاف پوسټونه یې کړي دي.

د کابل پوهنتون یو استاد، سید مسعود پر خپل فیسبوک ولیکل: «هند او پاکستان به سره جنگ وکړي، د جگړې قرباني مونږ یو. شوروي او امریکا سره وجنگیدل، د جنگ قرباني مونږ و. په کار نه ده چې د جگړې ډول وغږول شي.»

د ښځو د حقونو یوه فعاله، نورجهان اکبر بیا پر ټویټر باندې د یو شمیر افغانانو پر ټویټونو نیوکې وکړې. هغې وویل: «یو شمیر زما د ټویټر ملگرو چې د هند او پاکستان ترمنځ د جگړې نغارې غږوي، زه ناهیلې کړم. مونږ د افغانستان خلک پوهیږو چې جگړه پر خلکو څه کانې کوي. زیان یې د رغېدو نه دی.»

دا چې ولې گڼ شمیر افغانان د پاکستان په خلاف د هند د دریځ پلوي کوي، ښایي په پاکستان کې عامو خلکو ته د حیرانتیا خبره وي، خو افغان سیاسي څیړونکی مشتاق رحیم په دې هکله وایي چې په تیرو څلورو لسیزو کې د پاکستان ریاست او پوځ په افغانستان کې د گڼو ناخوالو عامل گرځیدلی او آن غوښتي یې دي چې افغانستان خپله پنځمه صوبه وگرځوي.

ښاغلي رحیم وي او اې ډېوه ته وویل چې افغانان د لسیزو جگړو په ترڅ کې ډېر ځپل شوي او اکثره یې دا بدمرغي له پاکستانه انگیري.

هغه زیاته کړه: «په افغانانو کې دا ذهنیت جوړ شوی چې که یاره دغه هیواد (پاکستان) په جگړه کې ښکیل شي نو گوندي مونږ له دغه غضب نه، له دغه شر نه خلاص شو. خو په ټوله کې د یو مسلمان هیواد، گاونډي هېواد په توگه باندې ډېر افغانان په دې باور یو چې په سیمه کې جنگ، د سیمې دپاره د بربادۍ لامل دی.»

د افغان حکومت او طالبانو دریځ

د افغانستان حکومتونو همیش د هند او پاکستان ترمنځ شخړو کې هڅه کړې چې بې طرفه پاته شي. د هند او پاکستان په مخکینیو درېیو جگړو کې هم افغانستان بیطرفي غوره کړله.

په تیرو اتلسو کلونو کې هم افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ کې د کوم اړخ پلوي نه ده کړې. کله چې دوه هفتې مخکې د هندي کشمیر په پلوامه کې پر هندي عسکرو ځانمرگی برید وشو او جیش محمد ډلې یې ذمه واري ومنله، نو افغان چارواکو هم د نورو نړېوالو په شان هغه عمل وغنده.

د هند او پاکستان ترمنځ د کړکیچ په زیاتیدو سره، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې/شروع په ورځ په خپل لومړني غبرګون کې د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمیدو هیله وښوده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي رسنیو ته په یوه استولې ویډیويي وینا کې د افغانستان د سولې په بهیر د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ د اغیزو په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې هم ناسمې وبللې.

بل خوا، افغان طالبانو د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو ناندرو په هکله هیڅ کوم بیان نه دی جاري کړی. طالبانو ته په دې اړه څه ویل هم سخت ښکاري، ځکه اوس لگیا دي چې امریکا او نورې نړۍ ته دا ثابت کړي چې طالبان له افغانستان څخه بهر کومه ایجنډا نه لري او نه د نورو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي.

رایټرز خبري ایجنسۍ د طالبانو له قوله د هند او پاکستان د وروستۍ لانجې په حواله یو بیان خپور کړ، خو طالبانو سمدستي هغه ناسم وگاڼه او ویې ویل چې د پاکستان او هند په هکله یې له هیچا سره کومه خبره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG