لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په افغانستان کې خپلې پخوانۍ ځالې بیا نیولې دي


داعش د ننگرهار په اچین، نازیان، کوټ او هسکه مینه اولسوالیو کې سیمې نیولې وې چې د جون په میاشت کې د افغان حکومتي ځواکونو د کاروايي په نتیجه کې يي پرېښودې
داعش د ننگرهار په اچین، نازیان، کوټ او هسکه مینه اولسوالیو کې سیمې نیولې وې چې د جون په میاشت کې د افغان حکومتي ځواکونو د کاروايي په نتیجه کې يي پرېښودې

د افغانستان په ختیځ ننگرهار ولایت کې داعش وسله والې ډلې خپلې هغه ځالې بیا نیولې دي چې څه موده وړاندې يي د افغان امنیتي ځواکونو د پیش قدمۍ په مهال پریښودې وې. دا خبرې عیني شاهدان او مقامي چارواکو کړې ده.

داعش د ننگرهار په اچین، نازیان، کوټ او هسکه مینه اولسوالیو کې سیمې نیولې وې چې د جون په میاشت کې د افغان حکومتي ځواکونو د کاروايي په نتیجه کې يي پرېښودې.

د وي او ای اشنا څانگې یو خبریال دا هفته اچین ته تللی و. هغه وايي افغان ځواکونه بیا هغو کرښو ته تللې دي چې داعش خلاف د کاروايي شروع کولو نه وړاندې موجود وو.

د پوځ سیمه ایز ترجمان شیرین اقا وي او ای ته ددې خبرې تصدیق کړی دی چې دداعش وسله وال په دغه سیمو کې پخوانۍ ځالو ته بیرته راغلې دي خو افغان عسکرو يي د ویستلو دپاره د کاروايي تیاری نیولی دي.

د سیمې قبایلي مشرانو د ډیر وخت راهسې داعش د بیرته راتگ په اړه خبرداری ورکړی و او په سیمه کې مستقل مرکزونه نه جوړولو په سر يی په افغان ځواکونو نیوکې هم کړې وې.

مقامي چارواکې وايي داعش وسله والو تیر کال د ننگرهار په ١٠ اولسوالیو کې عملیات پیل کړل خو د طالبانو او د امریکايي ځواکونو د ترهگرۍ د مخنیوي عملیاتو يي مخه ونیوله او دا رنگ يي د دریو، څلورو ولسوالیو پورې محدود کړل.

په افغانستان کې د امریکايي پوځ مشر جنرل جان نیکولسن تیره هفته وویل د جون او د جولايي په میاشتو کې شوي عملیات ډیر کامیاب وو ځکه چې پکې د داعش مقامي قوماندان حافظ سعید خان او ١١ نور د سر کسان ووژل شو او د ډلې ٢٥ فیصد وسله وال هم له مینځه یوړلی شول.

امریکايي جنرل وویل دداعش په صفونو کې زیاتره وسله وال د پاکستاني طالبانو نه جدا شوي کسان موجود دي. هغه زیاته کړه داعش د خراسان صوبې په نوم د خلافت قایمولو هدف لري چې مرکز به يي جلال اباد وي. داعش افغانستان، پاکستان او د ایران ځېنې برخې د خراسان په نوم یادوي.

جنرل نکلسن په ننگرهار کې د موجود وسله والو او په شام کې د داعش ترمنځ "د مالي، رهبري او مواصلاتي رابطو" تصدیق هم وکړو.

داعش په پاکستان کې هم د حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده خو د پاکستان پوځ وايي په هیواد کې د ځاي نیولو د داعش هڅې يي شنډې کړې دي. د پاکستان د پوځ ترجمان ویلي داعش سره د تړون په شک کې يي ٣٠٠ کسان نیولې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG