لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ننگرهار کې د داعش راډیو اوس هم فعاله ده


د امریکا تر ټولو ستر بم مادر اف ال بابمز یعنې د بمونو مور هم ورته ویل کیږي
د امریکا تر ټولو ستر بم مادر اف ال بابمز یعنې د بمونو مور هم ورته ویل کیږي

د افغانستان په ختیځ کې د امریکا لخوا کابو درې اونۍ دمخه د داعش په وړاندې د تر ټولو ستر بم له غورځولو وروسته داسې ښکاري چې داعش اوس هم په سیمه کې موجود دي.

خبر وړاندې لیکي چې داعش نه یواځې مقاومت کوي بلکه په یادې سیمه کې یې د اف ام یوه راډیو هم فعاله ساتې.

ددې اونۍ په سر کې د داعش د خراسان څانګې د داعش په یوې ویب پاڼې باندې ادعا کړې وه چې په ننګرهار کې يې له طالبانو څخه د یوې ولسوالۍ د نیولو خبر خپور کړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني هم د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه تایید کړیده.

په همدې سیمه کې تیره اونۍ له داعش سره په مخامخ درې ساعته جګړه کې دوه امریکايي سرتیري هم وژل شوي وه.

پنټګان ويلي وه چې په دغې جګړه کې د عبدالحسیب په نامه د داعش د مشر په ګډون ددغې ډلې ۳۵ وسلوال وژل شوي وه.

خو پدغې جګړه کې د خلافت په نامه د داعش راډیو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی ځکه اوس هم د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې اورېدل کیږي.

داعش د خپلې دغې راډیو له لیارې د حکومت هغه ادعاوې هم رد کړیدي چې ګواکې په اچین کې د ستر امریکايي بم په کارولو سره ددوي تر ۹۰ تنو زیات وسلوال وژل شویدي چې ۱۳ یې ددوي قومندانان وه.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې داعش له دغې راډیو څخه د خپل پروپاګند لپاره کار اخلی.

د جلال اباد یو اوسېدونکی رومل وايي زه د داعش د راډیو پر خلاف یم خو کله چې ورته غوږ کیږدم نو احساساتي شم او له داعش ډلې سره د یوځای کیدو په فکر کې شم.

نوموړي په ځوانانو او د لیرې پرتو سیمو په خلکو باندې ددغې راډیو د اغیزو په اړه اندېښنه وښوده.

د جلال اباد د ښار یو بل اوسېدونکی ځیرک ذهین هم ورته نظر لري.

دی وايي که دغه راډیو پدې دومره پر ما اغیز لري نو په بې سیواد خلکو به څومره ډیر تاثیر لري.

د داعش دغه اف ام راډیو تر یو نیم کال راهیسې فعالیت کوي که څه هم افغان او ایتلافي ځواکونه یې د تړلو کوښښ کوي.

د خلافت په نامه دغه راډیو هره ورځ دوه ساعته په دري او پښتو ژبو خپرونې لري او خلک د بهرنیو ځواکونو پرضد جهاد ته بولي.

داعش د ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو کې د ننګرهار په اچین او یوشمیر نورو سیمو کې فعالیت پیل کړ چې اکثره غړي یې پخواني پاکستاني طالبان دي.

دغه پاکستاني طالبان وروسته له هاغې له پاکستان څخه افغانستان ته واوښتل چې پوځ په شمالي وزیرستان کې ددوي پرضد عملیات پیل کړل.

د داعش یوشمیر غړي افغاني طالبان او د منځني اسیا د یوشمیر هیوادونو لکه ازبکستان او چیچن اوپکي دي.

پدې وروستیو کې په کابل کې د یوشمیر سترو ترهګریزو بریدونو پړه داعش ډلې په غاړه اخیستې.

افغان او ناټو ځواکونو ټینګ هوډ کړی چې داعش ته به په روان کال کې په بشپړه توګه ماته ورکوي.

تیره میاشت امریکايي ځواکونو په اچین کې د داعش په مرکزونو او سرنګونو باندې له اټوم بم څخه وروسته تر ټولو ستر غیر اټومي بم وغورځاوه چې ۲۱۰۰۰ پونډه وزن یې درلود.

که څه هم افغان او امریکايي پوځي چارواکو ددغه بم له کارولو څخه دفاع وکړه خو پدې کار سره یوشمیر غبرګونونه هم څرګند شول.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او افغان طالبانو ددغه بم کارول وغندل خو د سیمې اوسېدونکو یې تود هرکلی وکړ.

د سیمې یوه اوسېدونکي احمد طاهر وویل که په رښتیا هم پدغه بم کې د داعش کسان وژل شوي وي نو مونږ یې ملاتړ کوو ځکه مونږ غواړو د داعش وحشت او ظلم له منځه ولاړ شي.

سمیز اوسېدونکي دا هم وايي چې پدغه بمي برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ځکه د سیمې اوسېدونکي د داعش له ویرې وختي د خپلو کورونو پرېښېدو ته اړ شوي وه.

د امریکا غږ د پښتو او درې څانګو خبریالان د کارول شوي بم ځای ته ورغلي او وايي چې په سیمه کې یواځې یو څو خټین کورونه ویجاړ شوي او حتی د پېښې د ځاي څه یو میل لیرې هم فصلونه ولاړ لیدل شوي.

دوي ویل چې دوي نشي ویلاي چې دغه ستر بم یا د بمونو مور به داعش ته څومره مرګ ژوبله اړولې وي.

ځینو اوسيدونکو د امریکا غږ خبریالانو ته ویلي دي چې دغه بم دومره اغیز نه درلود څومره چې یې تمه کېده. دوي وايي د داعش د ځپلو لپاره باید تر دې هم ستر بمونه وکارول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG