لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان پوځ په تربیتي مرکز حمله کې څلور عسکر زخمیان شوي


په کابل کې تېره هفته شوي د یوې ځانمرگي حملې وروسته منظر
په کابل کې تېره هفته شوي د یوې ځانمرگي حملې وروسته منظر

په کابل کې د افغان پوځ په یو تربیتي مرکز د دوو لاسي بمونو یا گرېنډ حمله کې لږ تر لږه څلور عسکر او یو ملکي تن زخمي شوی دی.

په موټر کې تاسو حمله کوونکو د گل، دوشنبې، په سحر د افغان پوځ د تربیتي مرکز دروازه په دوو لاسي بمونو په داسې حال کې وویشتله چې په مرکز کې موجود عسکرو خپلې زدکړې او تربیه شروع کوله.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ترجمان نصرت رحیمي وړاندې وویل چې په پوځي مرکز ځانمرگي حمله شوي وه خو وروسته یې وویل چې د پوځي مرکز په دروازه پرله پسې چاودنې د لاسي بمونو وې.

په سمدستي ډول د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

خو ای پي وايي طالبانو او د داعش وسله والو په ورستیو ورځو کې په افغان امنیتي ځواکونو حملې کړې دي. څو ورځې وړاندې په کال کې په یوه خارجي امنیتي کمپنۍ حمله کې ١٢ کسان ووژل شو چې زیاته شمېره پکې سکول ته د روانو ماشومانو وه.

تېره هفته افغان صدر اشرف غني د دریو طالب مشرانو په مشروط ډول د ازادولو اعلان وکړو خو طالب قیدیان بیا زندان ته ولېږل شو او افغان صدر وویل د دوی د ازادولو فیصلې ته بیا کتنه کولی شي.

طالب مشران به په کابل کې د امریکن یونیورسټۍ دوو استازانو امریکايي شهري کېون کېنگ او د اسټرېلیا ټمتي ویکس، د ازادیدو په بدل کې راخلاصیدل. کېنگ او ویکس طالبانو په کال ٢٠١٦ کې تښتولي وو.

د طالبانو په مجوزه ازادیدونکو قیدیانو انس حقاني هم شامل و چې د حقاني ډلې د مشر سراج الدین حقاني ورور دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG