لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل د طالبانو حملو لږ تر لږه ٢۴ کسان وژلي


په کابل کې د دفاع وزارت وداني
په کابل کې د دفاع وزارت وداني

د افغانستان په سرښار کابل کې د گل، دوشنبې، په ورځ د دفاع وزارت سره نژدې د طالبانو غبرگو ځانمرگي بم چاودنو لږ تر لږه ٢۴ کسان وژلې او تر ٩٠ پورې نور کسان يي زخمیان کړې دي.

د دفاع وزارت نایب ترجمان محمد رادمانیش په کابل کې د وي او ای ډیوه خبریال ته ویلي په وژل شوو کسانو کې ملکیان او نظامي کسان شامل دي.

رادمانیش وویل اول یو بم چاودنه وشوه او کله چې په دغه چاودنه کې وژل شوو کسانو ته کومک ورکړی کیدو نو د امدادي کارکونکو په منځ کې دویمه ځانمرگي چاودنه وشوه.

د عامې روغتیا وزارت ترجمان اسماعیل کواسي په حملو کې د مرگ ژوبلې تصدیق کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ترجمان صدیق صدیقي ویلي په وژل شوو کسانو کې د پولیسو شپږ مامورین هم شامل دي چې یو پکې لوړ رتبه افسر دی.

افغان صدر اشرف غني په خپل یو بیان کې د حملې غندنه وکړه. هغه وویل د افغانستان دښمنان د هیواد امنیتي ځواکونو ته په ماتي ورکولو کې ناکامه شوي دي نوځکه په لارو کوڅو، ښارونو، جوماتونو، سکولونو او په عامو خلکو حملې کوي.

عیني شاهدین وايي چاودنې د دفاع وزارت دروازې سره نژدې په داسې وخت وشوې چې د وزارت زیاتره کارکونکې د دفترونو نه رخصتیدل.

د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد د حملو ذمه واري په غاړه اخیستي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG