لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ډېرو غمجنو افغانانو اوسنۍ آرزو: د وطن پرېښودل


د پخواني حکومت یو چارواکی چې اوس کابل کې چېرته پټ دی. هغه وایي، که طالبان یې پیدا کړي، نو سمدستي به یې ووژني. تصویر د سپټمبر ۲۵مه

سُمیه او خاوند یې د هغو افغانانو په ډله کې دي چې په دې وروستیو کې د افغانستان نه پاکستان ته تللي دي. کله چې د هغوی جهاز د اسلام آباد خوا ته پرواز ته آماده کېده، نو سمیې خپل د خاوند، علي، لاس کلک ونیو، سر یې په کرسۍ شا ته تکیه کړ او سترګې یې پټې کړلې. دا څو هفتې کېدلې چې سمیه زیاته تشویش کې وه، او اوس هغه شېبه رارسېدلې وه: هغوی خپل وطن، افغانستان پرېښوده او بهر ته تلل.

له هغه وخته چې طالبان د اګسټ میاشتې په نیمایي کې افغانستان باندې قبضه ولګوله، سمیه او خاوند یې د څو دلایلو په وجې کوشش کاوه چې د افغانستان نه ووځي. علي یو صحافي دی او سمیه یوه سېول انجینیره ده چې د ملګرو ملتونو ترقیاتي پروګرامونو ته یې کار کړی دی. هغوی دا تشویش کاوه چې طالبان به د دوی غوندې خلکو سره څنګه رویه اختیار کړي. د دې ترڅنګ، دا خاوند او ښځه یې دواړه د هزاره شیعه اقلیت سره تعلق ساتي، چې د تندلارو سنيانو نه وېره لري.

د دې ټولو نه اهمه وجه دا چې: سمیه د پنځو میاشتو مېندواره ده، او نجلۍ یې په نس ده چې دوی ورته له وړاندې "نگار" نوم خوښ کړی دی.

سمیې اسلام آباد ته په لاره کې د اسوشیټد پرس خبریال ته وویل: "څو چې طالبان په افغانستان کې واکمن وي، زه به خپله لور پرېنږدم چې خپل قدم افغانستان کې کېږدي."

سمیه او علي هم د وطن نه د نورو وتونکو افغانانو په څېر، نه غواړي چې پوره نومونه یې مطبوعاتو کې یاد شي. هغوی یقین نلري چې بیا دې وطن ته ستانه شي.

د اکثرو آرزو یوه ده: وتل

په سرښار کابل کې چې اوس د خلکو نه پوښتنه وشي چې واک اختیار ته د طالبانو د رسېدو نه پس، اوس یې غوښتنه څه ده، نو قریب د ټولو جواب یو دی: غواړي له وطنه ووځي. دا د معاشرې په هره څانګه کې، د ځایي بازار نه نیولې تر نایي دوکانونو، تر کابل پوهنتون، او د بیځایه شویو تر کېمپونو پورې، د ټولو جواب یو شان دی. په یو رېسټورنټ کې چې پخوا به د مالدارانو او فیشني ځوانانو د تګ راتګ ځای و، اوس د هغه ځای وېټر/خدمتګار وایي د یو شمېر ملکونو ویزو ته یې درخواستونه ورکړي دي.

ځیني وایي، ژوند ته یې په دې وجه خطره ده چې دوی د ړنګ شوي پخواني حکومت او یا مغربي تنظیمونو سره تعلق ساته. نور بیا وایي چې د سخت دریځو طالبانو د واکمنۍ لاندې چې په ښځو او سېول آزادیو باندې د پابندیو او د اسلامي شریعت په سختدریځه تفسیر باندې بد شهرت لري، دوی ژوند نشي کولی. ځیني نور بیا پخپله طالبانو نه نه ډاریږي، خو دا وېره ورسره شته چې د طالبانو واکمنۍ لاندې سخت کمزوره شوی اقتصاد به ړنګ شي او ژوند کول ورته ګران ښکاري.

د اګست د پنځلسمې (۱۵) نه بیا د هماغې میاشتې تر آخره پورې چې د انخلا مېشن ختم شو، امریکا او اتحادیانو یې لسګونه زره افغانان د کابل نه بهر ملکونو ته وایستل. د هغه چپې نه پس، افغانستان نه د وتونکو شمېر کم شو او ډېر کسان داسې پاته شول چې غواړي ووځي، خو د وطن نه د وتلو لار نه پیدا کوي. ځینو سره د وطن نه د تېښتې دپاره پېسې لاس کې نشته، ځینې نور پاسپورټونه نه لري، او د افغانستان د پاسپورټ جوړولو اداره همدا څو ورځې مخکې بیا پرانېستل شوه.

د افغانستان نه د لسګونو زرو کسانو د وتلو دا لویه چپه، هغه ملک د خپلو هغو تعلیم یافته ځوانانو نه هم تش کړ چې یو وخت یې امید و چې خپل وطن آبات کړي.

د پوپل په نوم یو اووه ویشت (۲۷) کلن انجنیر وایي، "زه په یوې آرزو رالوئی شوم او هغه دا چې سخت تعلیم وکړم او یو څه رانه جوړ شي، بېرته خپل وطن ته راشم او ورته خذمت وکړم. دا چې یو دم هرڅه بدل شول، هره آرزو برباده شوه...مونږ هره څه چې دلته درلودل، هغه بایلو."

پوپل په برطانیې کې انجینیري لوستې ده، اوس یې کورنۍ کابل کې ګېر پاته ده
پوپل په برطانیې کې انجینیري لوستې ده، اوس یې کورنۍ کابل کې ګېر پاته ده

کله چي پوپل پنځه کلن و، نو پلار یې هغه برطانیې ته لېږلی و چې هلته د رشته دارانو سره پاته شي او تعلیم وکړي. پوپل هلته تعلیم کاوه، او بیا چې لږ لوی شو، نو ترڅنګ به یې مزدوري هم کوله او څه پیسې به یې خپلې کورنۍ ته هم رالېږلې. هغه بالاخره د برطانیې شهریت واخیست او په جوهري سېکټر کې د اینجینر په توګه ملازمت باندې وګومارل شو.

څو هفتې مخکې د دې چې طالبان په افغانستان کې واک اختیار ته ورسیږي، پوپل افغانستان ته راستون شو، په دې امید چې خپله کورنۍ له هغه ځایه راوباسي. پلار یې یو وخت په لوګر ولایت کې یو پوځي مرکز سره کار کړی و، او مور یې لوګر کې استاذه وه. خویندو یې په کابل کې طبابت یا ډاکټري لوستلې ده.

وروستۍ څو هفتې د دوی دپاره ډېرې د هنګامو ډکې وې. طالبانو په لوګر کې د دوی کور وران کړ، او دوی کابل ته کډه وکړه. د دوی په باور، طالبانو یې په دې وجه کور وران کړ چې دوی خپلو رشته دارانو ته چې طالبانو سره یې تعلق ساته، د کوم قسمه معلوماتو د شریکولو نه ډډه کړې وه. د پوپل یوه خور د کابل او لوګر ترمنځ لاره کې ورکه شوې وه او یوه هفته کېده چې هېڅ خبر یې ورباندې نه درلوده. پوپل اې پي خبري ادارې ته ویلي، کورنۍ یې دا تشویش لري چې ممکن د دې لور د ورکېدل یې د رشته دارانو د هغو دړکو نتیجه وي کوم چې دوی ته به یې ویل خپلې لوڼې تعلیم ته مه پرېږدئ.

دا څو هفتې وشولې چې پوپل د برطانیې له چارواکو سره په رابطه کې دی او کوشش کوي چې د خپلې کورنۍ د ایستلو انتظام برابر کړي. خو هغه وایي، چارواکو ورته ویلي چې خپل خویندې او مور و پلار برطانیې ته نشي راوستلی. د اکټوبر په اوایلو کې پوپل وکړی شول چې د افغانستان نه ایران ته ولاړ شي، او د هغې لارې بېرته برطانیې ته چې هلته بیا دا کوششونه وکړي چې د برطانیې حکومت ورته د افغانستانه د کورنۍ د راغوښتلو اجازت ورکړي.

د برطانیې خارجه دفتر په یو بیان کې ویلي، په دې کار کوي چې د افغانستان نه د برطانوي شهریانو راوتل یقیني کړي.

ځینو کابل کې خپل د سفر سامانونه هم تیار کړي چې که یو دم د وتلو موقع برابره شي، ژر ولاړ شي
ځینو کابل کې خپل د سفر سامانونه هم تیار کړي چې که یو دم د وتلو موقع برابره شي، ژر ولاړ شي

د افغانستان د ړنګ شوي پخواني حکومت د کابینې د یو مشر وزیر پخوانی سلاکار/مشیر وایي هغه هم کوشش کوي چې د افغانستانه د وتلو یوه لاره پیدا کړي. هغه باندې کلونه کلونه د تشدد پېښو فشار راغلی و، خو د وطن پرېښودلو فیصله یې نه وه کړې، مګر اوس غواړي وطن پرېږدي. په ۲۰۱۶ کال کې چې کابل کې په یوې مظاهرې باندې ځانمرګی برید وشو او څه باندې ۹۰ تنه پکې ووژل شو، خو دا پخوانی مشیر پکې ژوندی راووت. د هماغه کال په آخره کې چې د افغانستان امریکايي پوهنتون باندې کوم برید وشو او کم از کم ۱۳ تنه پکې ووژل شول، د دې پخواني مشیر ملګرو هم هلته ژوند بایلوده.

په تېرو وختونو کې، دې مشیر ته ښه چانسونه مېلاو شول چې امریکې یا یورپ ته ولاړ شي. هغه چې غوښتل نوم یې پټ وساتل شي، وویل: "ما د هغو چانسونو نه ګټه وانخیسته، ځکه غوښتل مې چې وطن کې پاته شم، غوښتل مې چې کار وکړم، او غوښتل مې چې وطن کې یو بدلون راولم."

خو اوس هغه پټ دی او په دې انتظار دی چې د تېښتې یوه موقع ورته په لاس ورشي او د وطن نه وتښتي.

مونږ خپلې آرزوګانې وسوځولې

د افغانستان امریکایي پوهنتون چې کابل کې یو خصوصي یونیورسېټي ده، هم خپلو زیاترو طالب علمانو ته د کابل نه د پروازونو انتظام کوي.

د یاد پوهنتون یو اووه ویشت کلن طالب علم وایي، د اګسټ په ۲۹مه، یعنې د امریکایي ځواکونو د مېشن د ختمېدو نه یوه ورځ مخکې، امریکایي پوهنتون کوشش وکړ چې دوی کابل ائیرپورټ ته ورسوي. د ده په وینا، بسونه چې پکې طالب علمان سپاره و، څو ګېنټې د کابل ښار په لارو کوڅو کې ګرځېدل او کوشش یې کاوه چې ائیرپورټ ته لاره پیدا کړي، خو په هغه ورځ دوی ائیرپورټ ته ونه رسېدل.

د تېرې یوې میاشتې راهیسي دا طالب علم انتظار باسي چې د یونیورسېټۍ لخوا په یو بل انتظام شوي پرواز کې ځان ته، خپلې مېرمنې او دوه وړو ماشومانو ته ځای پیدا کړي. هغه دا آرزو لري چې کله د افغانستان نه بهر ووځي، بیا وکړی شي د امریکې ویزې ته درخواست ورکړي. کورنۍ یې په کور کې خپل سامانونه ټول تګ دپاره آماده کړي دي، او په کور کې یې په فرنیچر باندې هم څادرونه اچولي چې د دوی د تګ نه پس، ورباندې ګردونه ونه غورځي.

ناجیه، خاوند او اولادونه یې په کابل کې. هغو د طالبانو د راتګ وروسته، خپل کور خرڅ کړ چې په پیسو یې ځان بهر ته ورسولی شي
ناجیه، خاوند او اولادونه یې په کابل کې. هغو د طالبانو د راتګ وروسته، خپل کور خرڅ کړ چې په پیسو یې ځان بهر ته ورسولی شي

په پاکستان کې، په اسلام آباد ائیرپورټ کې، د امریکایي پوهنتون یو شمېر طالب علمان چې تازه د کابل نه رارسېدلي و، د اېمېګرېشن څانګې نه د وتلو دپاره یې انتظار کاوه. هغوی به په مرکزي ایشیا کې د امریکایي پوهنتون نورو څانګو ته ځي. خو د هغوی کورنۍ ورسره نشي تللی، نو اوس دستي یې آینده غیریقیني ښکاري.

کله چې د ائیرپورټ یو افیسر په طالب علمانو باندې په بدتمیزۍ سره غټه ناره وکړه، نو یوویشت کلنه مینه چې د پولیټیکل ساینس څانګې زده کوونکې ده او دا یې اول ځل دی چې د فامیل نه بغیر په سفر راوتلې، په تحقیر سره یې خپل سر ټیټ واچوه. هغې مخکې د دې چې په ژړا شي، وویل: "زه مې په آینده نه پوهېږم. ما ډېرې آرزوګانې درلودې، خو اوس هېڅ نه پوهېږم..."

مینې خپل د تعلیم د وخت یو قلم وښود چې ځان سره یې راوړی و، ځکه په هغه باندې د افغانستان بېرغ چاپ شوی و، هغه بېرغ چې اوس یې په افغانستان کې د طالبانو بېرغ ځای نیولی دی.

مینې وویل: "مونږ خپلې آرزوګانې وسوځولې.... مونږ صرف مات شوي خلک یو.."

XS
SM
MD
LG