لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کندهار په جګړه کې د عامو خلکو د وژل کېدو په اړه پلټنې کیږي – افغان حکومت


د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالي
د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالي

افغان حکومت وایي چې په کندهار ولایت کې یې عامو خلکو ته د اوړېدلو مرګ ژوبلو په اړه رېپوټونه اورېدلي او یوه ډله یې ټاکلې چې د دې پېښې پلټنه وکړي. په کندهار کې په دې وروستیو ورځو کې د جګړې اور تېز شوی او حکومت وایي چې طالبانو ته په کې د سر درانه زیانونه اووښتي دي.

کندهار ولایت چې په تېرو دوو لسیزو کې د ګاونډي هلمند ولایت په نسبت حالات په کې ښه روان و، په دې وروستیو ورځو کې د جنګ د اور په لمبو کې سوځي. افغان حکومت دعوه کوي چې لسګونه طالبان یې وژلي دي، او طالبان بیا وایي چې د امریکایي قواوو او افغان حکومت په هوایي بمباریو او حملو کې عام خلک وژل شوي دي.

د طالبانو یو ویاند، قاری یوسف احمدي، په یو بیان کې ویلي چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې د شنبې/خالي ورځې په ماخوستن بمباري شوې او په هغه کې دیارلس (۱۳) تنه عام کسان چې ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي. طالبانو د یو شمېر وژل شویو ماشومانو عکسونه هم په ټویټر خپاره کړي دي. تر دې یوه ورځ مخکې هم طالبانو ویلي و چې د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د بمباریو له امله شاوخوا لس (۱۰) تنه عام کسان ووژل شول او د عامو خلکو کورونه ويجاړ شول.

بل اړخ ته د افغانستان د ملي دفاع وزارت یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې په ارغنداب کې عامو خلکو ته د زیان اووښتلو د دعوې په اړه د پلټنو دپاره یو هیئت ګومارل شوی دی او په دې هکله به څېړنې وشي.

د یو بل خبر له مخې، د دفاع وزارت ویلي چې په کندهار کې یې د ۲۰۵ لمبر اتل قول اردو (کورپس) کورکمانډرۍ ته یو نوی کس ټاکل شوی دی. تر اوسه د دې بدلون دلیل ندی معلوم او ښکاره ندی چې د وروستیو پېښو سره څه تعلق لري او که نه.

په کندهار کې جګړې دا څو ورځې دوام لري او د دفاع وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې یوه ورځ مخکې یې د کندهار په ډنډ، ژېړۍ، ارغنداب، میوند، او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې عسکرو د طالبانو بریدونه شاته تمبولي دي او په نتیجه کې یې یو پنځوس (۵۱) طالبان وژل شوي او نهه نور زخمیان شوي دي.

د دي نه علاوه، د کندهار د پولیسو ویاند وي او اې ته ویلي چې تېره شپه په ارغنداب کې د طالبانو اوه (۷) ځانمرګي بریدګر، مخکې تر دې چې ځانونه وچوي، د حکومتي عسکرو لخوا په نښه شوي او وژل شوي دي.

د دې نه یوه ورځ مخکې ملي دفاع وزارت په یو بل بیان کې ویلي و چې د جمعې په ورځ د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې یې نیوي (۹۰) تنه طالبان وژلي دي.

په جګړو او بمباریو کې د طالبانو او د حکومتي ځواکونو لخوا رسنیو ته ورکړل شوي د تلفاتو شمېرې د خپلواکو ذرائعو او رسنیو لخوا تائید کېدلی نشي.

د سولې امید او د جګړې اندېښنه

په افغانستان، او په خاصه توګه کندهار کې تشدد او جګړو په داسې حال کې زور اخیستی دی چې په قطر کې د طالبانو او د افغانستان د ریاست لخوا لېږل شویو هیئتونو ترمنځ د سولې د خبرو یو پړاو ختم شوی او پس له هغه چې دواړه لوري د مذاکراتو په کړنلارې (طریقه کار) راضي شول، د څو هفتو دپاره یې خبرې وځنډولې او د کابل نه قطر ته تللی هیئت بېرته کابل ته ستنیږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو او حکومت دواړو غوښتي چې د سولې د خبرو په درشل کې دې د تشدد نه لاس واخلي.

ّپخوانی ولسمشر حامد کرزی له وي او اې سره د مرکې پر مهال
ّپخوانی ولسمشر حامد کرزی له وي او اې سره د مرکې پر مهال

حامد کرزي له وي او اې افغان سروس سره په مرکه کې ویلي: "که د حکومت خوا بمبارۍ کوي او د خلکو په کورونو حملې کوي چې دا د افغانستان د خلکو خلاف عمل دی او ورور وژنه ده، د طالبانو اسلامي تحریک ته هم دا وایو چې جنګ ته لمن وهل، حملې کول، ورور وژنه ده او د سړکانو خرابول، او د پلونو خرابول، او د دارالمعلمین چور کول او ویجاړول، د افغانستان د ګټو خلاف عمل دی او زه یې په کلکه غندم."

په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو اول پړاو ختم شو او دولتي هیئت به د ګل/دوشنبې په ورځ واپس کابل ته لاړ شي. دغه یوویشت کسیز مذاکراتي هیئت، په قطر کې د قریب درې میاشتو اوسېدو وروسته، د ۲۳ ورځني وقفې دپاره کابل ته ستنیږي.

طالبانو او دولتي پلاوي یو بل ته د مذاکراتو د اېجنډا دپاره خپل وړاندیزونه سپارلي دي. سیاسي څېړونکی سمیع یوسفزی وایي چې د اېجنډا په برخه کې هم د دواړو اړخونو ترمنځ ډېر ژور اختلافات شته او په همدې، د دواړو اړخونو مذاکره چیان غواړي چې د خپلو مشرانو سره ورباندې مشورې وکړي.

ولسمشر اشرف غني څو ورځې وړاندې وویل چې د مذاکراتو بل پړاو به ډېر اهم وي. په ورته وخت کې د افغانستان د قامي سلامتیا سلاکار حمدالله محب په طالبانو غږ وکړ چې د بین الافغاني مذاکراتو بل پړاو دې په افغانستان کې دننه ترسره شي. هغه وویل، افغانستان کې دننه هرځای چې د طالبانو خوښ وي، حکومت به هلته د مذاکراتو دپاره سهولتونه برابره کړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG