لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خلیلزاد: د توافقنامې په مسوده کې مو طالبانو ته د اسلامي امارت لفظ کارولی دی


د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي، له طالبانو سره په مسوده کې پر دې توافق شوی چې بین الافغاني مذاکرات به د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ترسره کیدو دمخه پیل کیږي.

هغه ویلي چې امریکا د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو سره مخالفت نه لري، مگر امریکا ته سوله لومړیتوب لري.

ښاغلي خلیلزاد د گل/دوشنبې په ورځ په کابل کې له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل، په دې سبب یې د طالبانو سره د توافقنامې مسوده یې نده برالا کړې چې هسې نه مخکې له دې چې صدر ټرمپ یې ولولي او پرې هوکړه وکړي، د توافقنامې متن هر خوا خپور شي.

د خلیلزاد وینا ده چې دا لوظنامه که لاسلیک شي نو د امریکا او طالبانو ترمنځ به وي، نه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ. او د هغه لاسلیک کولو ته به د امریکا د کابینې یو غړی راشي، مگر نوم یې ونښود.

زلمي خلیلزاد دا په ډاگه کړه چې له طالبانو سره د توافقنامې په متن کې، هغوی ته د "امارت اسلامي" اصطلاح کارول شوې، خو دا هم پکې ویل شوي چې امریکا اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني او یوازې د افغانستان اسلامي جمهوریت ته د قانوني دولت په سترگه گوري.

طالبان اوس هم ځان د افغانستان اسلامي امارت گڼي، خو هیڅ ملک یې په رسمیت نه پیژني
طالبان اوس هم ځان د افغانستان اسلامي امارت گڼي، خو هیڅ ملک یې په رسمیت نه پیژني

خلیلزاد دا هم وویل چې له طالبانو سره که دا توافقنامه نهایي او لاسلیک شي، له مخې به یې طالبان په کابل او پروان ولایتونو کې د تشدد کچه راټیټه کړي. کله چې ترې وپوښتل شول چې دا کچه څنگه اندازه کیدای شي، نو هغه په جواب کې وویل چې ځیني حملې به نه کیږي، مثلا" غټې چاودنې چې ډېر خلک پکې وژل کیږي، پر پوځي مراکزو بریدونه، پر چېک پوسټونو حملې، او داسې نور تشدد به په ځانگړو سیمو کې نه کیږي.

خلیلزاد دا هم وویل چې که ټاکل شوي شرایط پرځای کړی شي، نو شاوخوا پنځه زره امریکایي پوځیان به د افغانستان له پنځو پوځي اډو څخه ووځي. هغه په ډاگه نه کړه چې دا پنځه اډې به کومې کومې وي، خو ویې ویل چې د امنیتي ملحوظاتو له مخې، حتی اوس دستي یې طالبانو ته هم ندي ویلي چې کوم پنځه اډې به پرېږدي.

د امریکا خاص استازي له طلوع نیوز سره پخپلې مرکې کې دا هم وویل چې طالبانو پخپله له تروریستي ډلو سره د جنگ وعده کړې او هغه ډلې او افراد به پخپلو سیمو کې ځپي کوم چې امریکا یا ملگرو ته یې خطر پیښوي، او داسې ډلې به نه پرېږدي چې چنده ټوله کړي، مرکز جوړ کړي، تمرینونه وکړي، یا د طالبانو ترواک لاندې سیمو څخه حتی تیر هم شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG