لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېن ډي اېس: په کابل کې مو د هدفي وژنو پنځلس کسیزه ډله ونیوله


د افغانستان استخباراتي اداره (د ملي امنیت ریاست یا اېن ډي اېس) وایي چې په کابل کې یې "د طالبانو یوه ترهګره ډله" چي هدفي وژنې یې کولې، ګرفتاره کړې ده.

اېن ډي اېس د نهې/سې شنبې په ورځ د پنځلسو کسانو یو تصویر خپور کړ او په یو بیان کې وویل چې دې پنځلس کسیزې ډلې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو، جګپوړو کسانو، او د سیاسي مشرانو د هدفي وژنې دنده درلوده.

د بیان له مخې، دا کسان په څلور یا پنځه کسیزو وړو ډلو ویشل شوي و چې هره یوه به یې د پوځیانو، پولیسو، جګپوړو او سیاسي کسانو کورونه او د تګ راتګ لارې پیدا کولې، او بیا به یې د وژنې منصوبه ورته جوړوله.

په دې وروستیو کې، په قطر کې د سولې د مذاکراتو په پیلېدو سره، په افغانستان کې هدفي وژنې زیاتې شوي او خلک یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېشن څو ورځې مخکې یو رپوټ خپور کړ او پکې یې وویل چې یوازې د ۲۰۲۰ کال په اولو شپږو میاشتو کې، په ټول افغانستان کې ۵۳۳ غیرپوځي کسان د هدفي وژنو له امله مړه شوي او ۴۱۲ نور زخمیان شوي دي. رپوټ زیاتوي چې یوازې په کندهار ولایت کې د نورو ترڅنګ، اوه تنې ښځې هم د هدفي وژنو قرباني شوي دي.

د دې هدفي وژنو یوه نسبتأ نوې بڼه، "چسپکي بمونه" دي چې په ګاډي باندې نښلول کیږي او بیا د لېري نه د رېموټ په ذریعه چاودنه ورکول کیږي.

د دې ډول حملو یو مثال، د یو هنرمند رسام او د اطلاعاتو د لاسرسي د کمېشن په غړي حمدالله ارباب باندې ناکامه برید و. پولیسو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د حمدالله ارباب په ګاډي د چسپکي یا مقناطیسي بم چاودنه وشوه، خو هغه ترې روغ پاته شو.

په هغه برید کې د حمدالله ارباب ډرایور زخمي شو او وروسته یې ساه ورکړه.

د حمدالله ارباب په ګاډي هدفي حمله
د حمدالله ارباب په ګاډي هدفي حمله

په هماغه ورځ، په کابل کې دوه څارنوالان (سرکاري وکیلان) په هدفي حملو کې ووژل شو. په هغې پېښه کې بریدګرو په څارنوالانو ډزې وکړې او بیا وتښتېدل.

یاده دې وي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان ځیني مشهوره مذهبي عالمان او خطیبان، لکه مولوي ریحان، مولوي مفلح، او ډاکټر ایاز نیازي هم په هدفي حملو کې وژل شوي او افغان حکومت هغه د طالبانو کار بللی، خو طالبانو په دې پېښو کې د لاس لرلو نه انکار کړی دی. اکثرو دغه مذهبي عالمانو به د طالبانو او د جګړې خلاف خبرې کولې.

د دې حملو نه یوه ورځ وروسته، د ګل/دوشنبې په سهار په لغمان کې د هغه ولایت د والي په ګاډي باندې بمي چاودنه وشوه. په هغه برید کې والي ژوندی پاته شو، خو ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله واووښته.

د دې بریدونو ذمه واري تر اوسه کومې ډلې په غاړه نده اخېستې، خو حکومت دا د طالبانو کار ګڼي، هغه ډله چې اوس په قطر کې له دولت سره د سولې خبرو ته ناسته ده خو ډزبندۍ ته غاړه نږدي.

په همدې حال کې د افغانستان په شمالي ولایت، بلخ کې ځایي چارواکو ویلي چې د هغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې یو سلو پنځه ویشت (۱۲۵) وسله وال طالبان، د سولې پروسې سره یوځای شوي دي. د افغانستان سرکاري خبري ادارې، باختر، د شاهین قول اردو (کورپس) د ویاند له قوله لیکلي چې دغه طالبان د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوششونو په نتیجه کې له جګړې نه لاس اخیستی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG