لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د پګړۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه


داکتوبر۸مه چې دپګړۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده په افغانستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې هرکال له دې ورځې لمانځنه کیږي
داکتوبر۸مه چې دپګړۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده په افغانستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې هرکال له دې ورځې لمانځنه کیږي

دافغانستان پلازمینې کابل کې دپګړۍ (لونګۍ ) نړیواله ورځ په ځانګړو مراسمو سره ولمانځل شوه.

دافغانستان دولسي جرګې او ولایتي شورا یوشمیرغړو، لسګونوځوانانو، قومي مشرانو د بیلابیلومدني ټولنو فعالانو،دپګړۍ دلمانځنې په مراسمو کې برخه واخیسته.

دپګړۍ د ورځې لمانځغونډې ته یوشمیر وینا کوونکو دپښتون قوم رواجونوته په درناوي ټینګاروکړ او ویلي دي هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې دپښتنو رواجونوته په کم نظر وګوري.

په قومي او سیاسي چارو کې دافغانستان د ولسمشرسلاکارضیاالحق امرخیل دلونګۍ دنړیوالې ورځې غونډې ته وویل دپښتون قوم دوژلو او دهغوی کلتور دله منځه وړولو هڅې رواني دي خوپه خبره یې دامهال پښتون ولس بیداره شوی او دښمن نه شي کولی چې خپلو موخو ته ورسیږي.

هغه وویل "مونږ اوتاسي د دې شاهدان یو چې دښمن په پګړۍ کې انفجاري مواد کیښودل یومعزز مشریې را وواژه دوی زمونږ کلتور ته درناوی نه کوي."

دافغانستان کوچیانو د چارو لوی رییس موسی حبیب الرحمن امریکا غږ ډیوې ته وویل پګړۍ دپښتون قوم اصلي فرهنګ دی اودې فرهنګ نړۍ او سیمې ته د امن، پرمختګ او د یوالي پیغام رسولی دی.

نوموړی وايي یوتعداد دښمنوکړیوویلي چې لونګۍ دتاوتریخوالي اوبدبختی لامل ده خو مونږ ورته دا ثابتوو چې لونګۍ دعظمت،علم،ټیکنالوجۍ او دپرمختګ سمبول ده، ځکه دغه لونګۍ وې چې دسیمې په ختیځ او لودیځ کې دسولې او امن په چوکاټ کې حکمرانې کړې ده او لونګۍ پسرکول علم،سولې او پرمختګ ته خدمت کولو په معنی ده.

دافغانستان داطلاعاتواو فرهنګ پخوانۍ سرپرست وزیرډاکتر کمال سادات وايي د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته میشت ولسونه هغه مهال دنړۍ اوسیمې له ملتونو سره سیالي کولی شي چې پوهنې ته زیاته پاملرنه وکړي.

نوموړي دکرښې دواړو غاړو پښتنو ته دلونګۍ دنړیوالې ورځې مبارکي وویله او له هغوی نه یې غوښتنه وکړه چې دعلم له کاروان څخه د روسته پاکیدو څخه ځان وژغوري.

دپګړۍ ورځې دلمانځو دغونډې په پاۍ کې لسګونو ځوانانو د ملي اټن د ناڅا په مراسمو کې هم برخه واخسته او دلونګۍ ورځ یې په ډیرو خوښویو سره ولمانځله.

داکتوبر۸مه چې دپګړۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده په افغانستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې هرکال له دې ورځې لمانځنه کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG