د افغانستان په صدارتي انتخاباتو کې د ولسمشر غني کاندید نایب امرالله صالح چې کلونه مخکې د اېن ډي اېس یا د افغان استخباراتو مشر هم پاته شوی، وایي پاکستان که د افغان مهاجرو یا کډوالو په حق کې څه هم کړي دي، دا یې د انسانیت په خاطر ندي کړي، بلکې د خپلو امنیتي گټو په خاطر یې کړي دي، او له دې امله افغانستان د پاکستان منندوی ندی.
امرالله صالح د وایس آف امریکا آشنا ټي وي سره په ځانگړې مرکه کې، د هغو افغان سیاستوالو په اړه چې څو ورځې مخکې لاهور ته تللي و او هلته یې د افغان سولې په کنفرنس کې برخه اخیستې وه، ویلي چې له حکومته بهر دغو سیاستمدارانو د خپلو اختیاراتو نه پورته خبرې کړي دي.
ښاغلی صالح زیاتوي چې یو له دغو خبرو، د ډیورنډ کرښې په اړه د کنفرنس د یو برخه وال خبرې وې چې د ټولپوښتنې (رېفرنډم) له لارې یې د دې لانجمنې کرښې د مسئلې حل غوښتی و. امرالله صالح د ډیورنډ کرښې په هکله وویل: "دا د یو شخص په صلاحیت (اختیار) کې نه دی او ډیورنډ که اوس د پاکستان تر ولکې لاندې هم دی او بیا ځیني خلک وایي چې دا خو له پیړۍ نه ډېر کیږي چې دا زمونږ له لاسه وتلی دی، خو افغانستان هېڅکله دا قباله (ملکیت) پاکستانیانو ته نه ده ورکړې. او ډېر وختونه په تاریخ داسې رامنځته کیږي چې ستا جایداد تر غصب لاندې ځي خو ته حاضر نه یې چې لاسلیک وکړې چې دا قباله (ملکیت) واخله."
ښاغلي صالح دا "یو تریخ واقعیت" وباله چې د ډیورند پورې غاړه خاوره د پاکستان په لاس کې ده، خو زیاته یې کړه چې د انتقال سند یا قباله یې تر اوسه د افغانانو په لاس کې ده.
د یادونې وړ ده چې که څه هم افغانستان د ډیورنډ لانجمنه کرښه د رسمي سرحد په توگه نه پیژني، خو د ملگرو ملتونو، اسلامي هیوادونو، امریکا، او نورو نړېوالو په نظر، دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده. پاکستان د افغانستان دغه دعوې رد کړي دي چې گني دا د دغه هیواد ملکیت دی.
بل اړخ ته، د لاهور په کنفرنس کې د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار، پاکستان د جگړو او تشدد قرباني هیواد وگاڼه، خو امرالله صالح وایي چې پاکستان قرباني ندی بلکې پخپله ملامت او مقصر دی. هغه زیاتوي: "دوی څه قرباني ورکړې ده؟ زه خو یې نه وینم. کله ناکله یو پټاو کیږي، یو انفجار (چاودنه) کیږي، خو هغه قرباني نده. هغه د دوی د غلطو سیاستونو یوه ډېره وړه او کوچني عواقب (نتیجې) دي."
ښاغلي صالح په افغانستان کې د افغان مهاجرو مسئلې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې که پاکستان تر اوسه افغان کډوالو ته ځای هم ورکړی، د کوم انساني یا بشري احساس له اړخه یې دا کار ندی کړی، بلکې خپلې گټې یې پکې لیدلي دي.
صالح وایي: "که پاکستان په رښتیا دومره لیوالتیا بشري مسایلو ته لري، ولې دوی خپل وگړي د بنگله دېش څخه نه راانتقالوي، هغه پاکستانیان چې د بنگله دېش په خپلواکۍ کې د پاکستان ملاتړ کړی و، تر اوسه پورې دوی پرته له دې چې کوم تابعیت ولري، په بنگله دېش کې همداسې بې دولته (بې شهریته) خلک پاته شوي دي، خو پاکستان حاضر ندی چې دوی بیرته راولي د پاکستان خاورې ته، په دې خاطر چې په دوی کې خپله گټه نه ويني."
ښاغلي صالح په داسې حال کې د پاکستان په هکله دغه خبرې وکړې چې تمه ده د پنجشنبې یا زیارت په ورځ، افغان صدر محمد اشرف غني پاکستان ته سفر وکړي او د هغه ملک له مشرانو سره وگوري.
امرالله صالح، چې صدر غني ته نږدې کس بلل کیږي، وایي چې په دې سفر کې به د سولې او تجارتي تعلقاتو په اړه بحثونه وشي. د هغه په وینا، "د پاکستان اړتیاوې انرجۍ ته ورځ تر بلې زیاتیږي. مجبوره دي چې په یو ډول نه یو ډول افغانستان سره جوړجاړی وکړي چې منځنۍ آسیا ته لاره پیدا کړي."