لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان امنیتي ځواکونو ادعا کړې چې د پاکستان د راکټي برید ځواب یې ورکړی


د افغان سرحدي ځواکونو یو عسکر چې د پاکستان سره نژدې په پوله گمار شوی دی
د افغان سرحدي ځواکونو یو عسکر چې د پاکستان سره نژدې په پوله گمار شوی دی

افغان امنیتي ځواکونو ادعا کړې چې د پاکستان هغه پوځي مرکزونه يې په نښه کړیدي له کومو چې په کونړ ولایت راکټونه توغول شویدي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وي او اې ډیوې ته په یوې مرکه کې وویل:

"په هره نقطه کې چې په افغان لوري باندې راکټونه توغول شویدي نو ورته ځواب ورکړل شوی. ښايي شاخوا پنځوس توغندي په پاکستان هم توغول شوي وي او په راتلونکي کې هم خپلې دفاع ته چمتو یو."

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې په پاکستاني لوري د افغان امنیتي ځواکونو په راکټي بریدونو کې عامو خلکو ته زیان نه دی رسېدلی ځکه په دغو بریدونو کې یواځې د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه شویدي.

هڅه مو وکړه په افغانستان د پاکستان د راکټي بریدونو او د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د هغوي په وړاندې د ورته غبرګون ښودلو په اړه د پاکستان د پوځي چارواکو نظر هم راواخلو خو پرې بریالي نه شو.

پاکستان د افغان چارواکو دغو دعوو ته په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې پاکستان له افغانستان څخه د ترهګرو د راوښتلو د مخنیوي لپاره دغه ډول امنیتي ګامونه اخلي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وړاندې وویل، یواځې د تېرو دوو ورځو راهیسې د کونړ ولایت په دانګام، شیلټن او ناړې ولسوالیو باندې د پاکستان له لوري تر سلو زیات توغندي توغول شوي دي.

ده زیاته کړه، پاکستاني پوځ ته یې د دغو راکټونو ځواب د ولسمشر د هغې لارښونې پربنسټ ورکړی چې ویلي و افغان امنیتي ځواکونه دې د هر کورني او بهرني برید ځواب ورکړي.

د والي په وینا تېر کال د پاکستان له لوري د کونړ په بیلابیلو ولسوالیو باندې تر ۶۰۰۰ زیات راکټي بریدونه شوي چې په کې ولسي خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي او په سلګونو کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ ایستل شویدي.

د راکټي بریدونو دغه وروستۍ پېښې په داسې حال کې ترسره شویدي چې افغانستان له پاکستان څخه هغه تمې نورې هم زیاتې کړیدي چې د افغانستان په امن کې دې خپل رول ولوبوي.

د پاکستان د امنیتي چارو سلاکار ناصر جنجوعه هم په دې وروستیو کې کابل ته تللی و او تمه ده چې د پاکستان لومړی وزیر (وزیر اعظم) هم یوه اونۍ وروسته کابل ته ولاړ شي.

ولسمشر اشرف غني، ناصر جنجوعه ته د لیدنې پر وخت ویلي و، په افغانستان کې د روانې جګړې د ګټلو نه بلکه د ختمولو لپاره دې په ګډه کار وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG