لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان او پاکستاني ځواکونو په یو بل ډزې کړي، درې ملکي کسان وژل شوي


د تېرې څه مودې راهسې پاکستاني ځواکونو په پوله د ازغن تار لگولو او چیک پوسټونو جوړولو کار پېل کړی دی او وايي د دې مقصد په د وسله والو د حرکت مخه نیول دي
د تېرې څه مودې راهسې پاکستاني ځواکونو په پوله د ازغن تار لگولو او چیک پوسټونو جوړولو کار پېل کړی دی او وايي د دې مقصد په د وسله والو د حرکت مخه نیول دي

د افغانستان په کونړ ولایت کې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو په دویمه ورځ هم په یو بل ډزې کړې دي او یوه ورځ وړاندې په ډزو کې په کونړ کې درې ملکي کسان وژل شوې دي. دا خبره اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د گل، دوشنبې، په ورځ د افغان مامورینو له قلوه کړې ده.

ای پي د کونړ والي عبدالغني مصمم له قوله وویل چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جگړه د اتوار، یکشنبې، په ورځ ماسپښین په داسې حال کې پېل شوه چې افغان ځواکونو او ځايي ملیشې پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ په کرښه د تاسیساتو جوړولو نه د ودرولو کوښښ وکړو.

ښاغلي مصمم ای پي ته وویل د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ناړۍ ولسوالۍ کې نښتېڅو گنټې دوام درلود.

ای پي د افغان پوځ مېجر جنرل محمد ایوب حسن خیل له قوله وویل پاکستاني ځواکونو د گل، دوشنبې، په ورځ بیا ډزې پېل کړې او د افغانستان دننه یې یو شمیر کلي په مارټرو په هدف کړل.

جنرل حسن خیل وویل گڼ شمېر خلک د سیمې په کډه شوي دي او دناړۍ دویه قلم سیمې ته اضافي افغان عسکر لیږل شوې دي.

ای پي وايي پاکستان په دې اړه له څه نه دي ویلي.

د دې نه وړاندې هم افغان او پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ کرښې نومې پولې باندې د ډزو تبادلې کړې دي. طالبان او نورې وسله والې ډلې د کرښې دواړو خواو کې فعالیت لري.

افغان او امریکايي مامورین وايي طالبان په پاکستان کې د پناه ځایونو څخه په افغانستان کې د حملو سازشونه جوړوي.خو پاکستان دا خبره ردوي.

د تېرې څه مودې راهسې پاکستاني ځواکونو په پوله د ازغن تار لگولو او چیک پوسټونو جوړولو کار پېل کړی دی او وايي د دې مقصد په د وسله والو د حرکت مخه نیول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG