لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیرستان قومي مشران: پر ډیورنډ کرښه اغزن تار پښتنو ته د منلو نه دی


علي وزیر د انگور اډې په سیمه کې، د ډیورنډ پر کرښه
علي وزیر د انگور اډې په سیمه کې، د ډیورنډ پر کرښه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر او د وزیرو د قوم مشر ډاکترګل عالم او یو شمیر نورو مشرانو، د انګور اډې په سرحدي سیمه کې د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ له سلگونو اوسیدونکو، قومي مشرانو، او مخورو سره وکتل.

په دې لیدنه کې چې د شنبې/خالي ورځې ناوخته ترسره شوه، د پاکستان د قامي اسمبلې غړي او د پي ټي ایم مخکښ فعال، علي وزیر او د وزیرو قومي مشر ګل عالم وویل، په کرښه د اغزن تارغځیدل پښتنو ته دمنلو نه دی او باید د تګ راتګ لپاره یې سهولتونه رامنځته شي.

همداراز دوی دپکتیکا برمل ولسوالۍ په تازه پیښه کې د وژل شویو عامو ولسي خلکو له کورنیو سره دغم شریکۍ اظهار وکړ او له افغان حکومت څخه یې د پیښې د دقیقې پلټنې غوښتنه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښ غړی، علي وزیر او د وزیرو د قوم مشر ډاکټر گل عالم او یو شمیر نورو مشرانو غوښتل چې د افغانستان د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د پښتنو د ستونزو د اورېدو په هدف سفر وکړي، خو د پاکستان امنیتي ځواکونو ورته اجازه ورنه کړه.

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د اتمانزو او وزیرو سلگونو اوسیدونکو او قومي مشرانو د هرکلي دپاره پرون سرحدي سیمه، د انگورو اډې ته ورغلي و او هلته یې د هغوی هرکلی وکړ.

د وزیرو د قوم مشر، ډاکټر گل عالم د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ته د تلو د مخنیوي په چارو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر اخیستل شوي اقدام نیوکه وکړه او ویې ویل چې پښتون قوم یووالی لري او هیڅوک یې نشي جلا کولی.

گل عالم وویل د پښتنو دپاره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزول ورته د منلو نه دي او په خبره یې د پښتنو د تگ راتگ په وړاندې رامنځته شوې ستونزې دې هوارې شي.

همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم مخکښ غړی د ډیورنډ پر کرښه د انگور اډې په سیمه کې رابلل شوې غونډې ته په وینا کې وویل، د پښتنو هغه حقوق چې د پاکستان د حکومت لخوا تر پښو لاندې شوي دي، د افغانستان حکومت دې د ورته اقدام د اخیستلو ډډه وکړي.

علي وزیر او د وزیرو د قوم مشرانو همدا راز د ډیورنډ پر لانجمنې کرښې د افغانستان په خاوره کې له میشتو پښتنو مخورو او د قرباني شویو کورنیو غړیو ته تسلیت او د همدردۍ مراتب وړاندې کړل کوم چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالي کې د ځایي خلکو په وینا، د گډو عملیاتو پر مهال ٨ تنه ولسي خلک وژل شوي و.

دغه عملیات د افغانستان په خاوره کې کرښې ته نږدې، د مارچ پر اتمه ترسره شوي و چې په اړه یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې په دې عملیاتو کې د پاکستان د وزیرو قوم خلک وژل شوي، خو د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکو ویلي و چې په دې عملیاتو کې ١٥ تنه وسله وال مخالفین چې د افغانستان له خاورې سره یې تعلق درلود، وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG