لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزير خارجه قريشي د افغانستان نه تش لاس ستون شو؟


د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په کابل کې د افغان هم منصب صلاح الدین رباني سره ولیدل
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په کابل کې د افغان هم منصب صلاح الدین رباني سره ولیدل

د عمران خان د نوي حکومت نوی وزير خارجه شاه محمود قريشي په خپل لمړني بهرني سفر د افغانستان نه په ښکاره تش لاس ستون شوی.

هنه! دا امکان شته چې کومې پټې خبرې يا ژمنې شوي وي خو تر اوسه د دواړو هيوادونو لخوا ميډيا ته د هغې کوم تفصيل نه دی ورکړل شوی او يا ډېر کم څه د ميډيا سره شريک کړل شوي دي.

که وانگېرو چې په کابل کې به د شاه محمود قريشي نه څه غوښتنې شوي وي او څه ژمنې به شوي وي نو امکان دا دی چې کابل به د اسلام اباد نه يو ځل بيا په پاکستان کې ميشت د طالبانو مشرانو، د طالبانو د وسلوالو او د حقاني د ډلې خلاف د کوټلو گامونو په پورته کولو ټينگار کړی وي.

د کابل دغو غوښتنو ته د اسلام اباد ځواب هم د چانه پټ نه دی. او لکه د تېر په څېر به اسلام اباد خپل زوړ دريځ تکرار کړی وي چې پاکستان د ټولو ترهگرو خلاف يو رنگ پاليسي لري او په ضرب عضب نوم پوځي اپريشن کې د ترهگرو پټ ځايونه له منځه وړل شوي دي. پاکستان به دا هم ويلي وي چې د گوډ او بيډ يا د ښه او بد طالب توپير نه کوي او د ټولو خلاف يې يو شان عمليات کړي.

خو عجبه نه ده چې د شاه محمود قريشي د تگ نه وړاندې د افغانستان په سر ښار کابل، ننگرهار، هلمند، فارياب او نورو سيمو کې مرگوني ځانمرگي او پرله پسې ډله ايز بريدونه وشول چې افغان او امريکايي چارواکي يې ذمه وار په پاکستان کې ميشتې ترهگرې ډلې بولي.

د خبرونو او دعوو تر مخه د پاکستان پوځي عمليات د هغو وسلوالو ترهگرو ډلو خلاف شوي چې اوس په سرکاري کتابونو کې د دښمن په نوم ياديږي خو ورسره په پاکستان دا تورونه هم لگول کيږي چې ښه طالبان په خلاص مټ د حکمت عملۍ له مخې د يو ځای نه بل ځای ته د لږ وخت د پاره وړل راوړل کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنگ او په پاکستان کې ځينې پښتانه پارلماني غړي او قامپاله سياسي گوندونه او شخصيتونه په ډاگه وايي چې گوډ يا ښه طالبان يو ځل بيا په وزيرستان کې ځای په ځای کړل شوي دي.

د دې برڅېره دا هم ويل کېدل چې د افغانستان په غزني کې په ظاهره د طالبانو په عارضي او لنډ محاله کاميابۍ کې د پاکستاني ترهگرو ډلو لاس و. افغان اولسمشر اشرف غني او د افغانستان استخباراتي ادارو دعوه کړې وه او ځينې ويډيوگانې يې هم خورې کړې وې چې ښايي د پاکستان پنجابي وسلوال په غزني کې په جگړه کې نيول شوي دي او د نورو پاکستاني وسلوالو مړي او جنازې په پاکستان کې په کېدلو ليدل شوي دي.

دا ويډيوگانې او دعوې دومره پخې او قوي وې چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل باجوه د سپيناوي په بيان ورکولو مجبور شو. نوموړي ويلي وو پاکستان ته د افغانستان نه ورغلي مړي کيدی شي د هغه پاکستانيانو وي چې خوارۍ مزدورۍ له افغانستان ته تلي وي او د ترهگرۍ قرباني شوي وي.

د ښاغلي قريشي په دوره کې د ټولو مهم ټکی بس د پاکستان لخوا افغانستان ته د ۴٠،٠٠٠ ټنه غنمو د ډالۍ کولو ده چې د پاکستاني ميډيا غټ خبر گرځيدلی خو د افغانستان لخوا په دې اړه نه په حکومتي کچه او نه په ميډيا کې د هرکلی کوم خبر ليدل شوی. افغانستان د غنمو کموت د ايران د چاه بهار بندر د لارې د هند او د هيراتان د لارې د ازبکستان نه پوره کوي.

د پاکستان نوي وزير اعظم عمران خان د انتخابونو نه وروسته په خپله لمړنۍ وينا کې د گاونډي هېوادونو او په ځانگړې توگه د افغانستان سره د پرانستو پولو ژمنه کړې وه خو په دې اړه لا کوم عملي کار پيل شوی نه دی. پاکستاني ځواکونه د ډيونډ په کرښه يوطرفه اغزن تارونه او د وسپنې جنگلې ودروي چې د دواړو خواو ميشت پښتنو ته د تگ راتگ او تجارتي ستونزې پيدا کوي.

د شاه محمود قريشي د سفر تر ټولو غټ تاثر دا و چې گنې هغه افغانستان ته د پاکستان د لارې هېند سره د تجارت کولو ډاډ ورکړی وي او دا تاثر ځکه پيدا شو چې ښاغلی قريشي لا په کابل کې و چې په کابل کې د امريکا سفير ميډيا ته وويل پاکستان خوښي ښودلې ده چې افغانستان ته د هېند سره د پاکستان د لارې تجارت ته اجازه ورکړي. دې خبر يو مثبت پيغام خور کړی و.

خو د دې مثبت پېغام ټول ټال ژوند دولس ساعته هم نه و. او د گل په ورځ د پاکستان وزارت خارجه د امريکا د سفير د خبرې ترديد وکړ چې داسې کومه فيصله نه ده شوې.

څيړن کار هم گوته په خله دي چې د امريکا دومره مهم چارواکي څنگه غيرذمه داره بيانونه ورکولی شي تر څو ورته کوم لوړ پوړو پاکستاني چارواکو نه وي ويلي؟ او بيا دا چې د پاکستان وزارت خارجه به د چا په وينا دغه خبر غلط بللی وي.

پاکستان د افغانستان نه د خپلو مالونو د منځنۍ ايشيا مارکيټونو ته د رسولو د پاره لاره عوښتلې چې په ځواب کې ورنه د افغانستان اولسمشر اشرف غني د افغانستان د مالونو د هېند مارکيټونو ته د رسولو لپاره د پاکستان نه لاره غوښتلې ده. افغانستان خپل تجارتي مالونه د هیند مارکيټونو ته د هوا د لارې وړي.

د غنمو د ډالۍ په ترڅ کې دې ياد وي چې پاکستان څه موده وړاندې افغانستان ته د ٥٠٠ ميليونو ډالرو د ډالۍ کولو اعلان کړی و خو افغان اولسمشر اشرف غني ورته په ځواب کې په مننه سره ويلي وو چې دغه پيسې دې په پاکستان کې د ترهگرو ډلو د ځالو په ختمولو مصرف کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG