د افغانستان په ختیځ کې سیمیز چارواکي وايي چې د داعش ۱۲ مشران د بې پیلوټه الوتکو په بمباريو کې وژل شوي دي.
د اچین ولسوال او د ننګرهار د والي ویاند امریکا غږ ته وویل چې په بمبارۍ کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر، حافظ سیعد، هم وژل شوی دی.
دواړو چارواکو دغه راز وویل چې په دې پیښه کې د داعش ۱۲ نور جګپوړي قوماندانان هم ووژل شول.
د چارواکو په وینا چې بمباري د پنجشنبې د مازدیګر د ۴ بجو شاوخوا د اچین د عبدالخیلو په سیمه کې وشوه.
د اچین ولسوال غالب مجاهد وویل چې د داعش مشران په یوه کور کې راټول شوي وه چې بمباري پرې وشوه. د نوموړي په وینا بمباري ډیره زوروره وه او آن یوساعت وروسته له بمباري شوې سیمې نه لمبې ختلې.
داعش تر اوسه د دې پیښې په هکله څه نده ویلي. امریکايي چارواکو هم د ننۍ بمبارۍ او پکښې د وژل شوو کسانو د هویت په اړه څه ندي په ډاګه کړي.
تیرکال هم د افغانستان د ملي امنیت ادارې د حافظ سعید د وژل کیدو خبر ورکړ چې بیا ناسم وخوت. حافظ سعید پخوا د پاکستاني طالبانو د ډلې ویاند و چې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې په افغانستان کې د داعش د مشر په توګه راڅرګند شو.
یادیگرینه: دا خبر د وي او ای اشنا نه اخیستل شوی دی