لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د کابل په سقوط د پاکستان سیاستمدارانو خوشالي د افسوس خبره ده


2
2

په سوشل ميډيا د جمعيت علما اسلام پاکستان مشر مولانا فضل الرحمان، افغان طالبانو ته په افغانستان کې د هغوی په وینا، د "جهاد" د کامېابۍ مبارکي ورکړې او ورسره يې حماېت او ملاتړ ښکاره کړی دی. خو په سوشل ميډيا، افغانستان کې واک اخیستو باندې طالبانو ته مبارکي ورکولو کې صرف د پاکستان سیاسي مذهبي ګوندونه شامل نه دي.

د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف څه وزيرانو هم په دغه صورتحال باندې يو داسې رد عمل ښودلی چې لکه هغوی دا ټول صورتحال د امريکې ماتې او د طالبانو بريا ګڼي.

د پاکستان د بشري حقونو وزیره شيرين مزاري هم د کابل موازنه د وېټنام او سوېګان سره داسې کړې ده چې لکه دا د امريکې ماتې ده.

یو بل د پاکستان تحریک انصاف سیاسی مشر اسد عمر هم په سوشل ميډیا وېلي دي چې د افغانستان حکومت د رشوتونو، هغلته د کرپټ سياست او د افغان فوځ په پېسو جنګ کولو دا نتیجه ده.

د پاکستان تحريک انصاف يو بل وفاقی وزيرې زرتاج ګل هم په سوشل ميډیا ليکلي دا هر څه د افغانستان د "فاشېسټ او ترهګر" ملک هند سره د اړيکو لرلو يوه نتيجه ده.

خو څيړونکي وايي په پاکستان کې د سياستمدارو په خاصه توګه د حکومتي سياسي ګوند له خوا په افغانستان کې حالاتو باندې چې کوم قسمه رد عمل ښودلی شوی دی دا د افسوس خبره ده. د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې استاذه پروفېسر نورين نصير په دې حقله وايي:

"دا ډېره د افسوس وړ خبره ده چې زمونږه دومره تجربه کار سياستدانان چې د سيمې د حالاتو نه خبر دي خو د دې په اثراتو نه دي خبر."

پروفېسر نورين نصير وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت راتلل به نېغ په نېغه په پاکستان باندې اغېزمن کيږي. هغه وايي که يو طرف ته افغانستان کې هغلته د خلکو ژوند او بشري حقونو باندې به اثر پرېوځي خو د طالبانو په دې سيمه کې په حکومت کې راتلل د چين په دې سيمه کې سرمايه کارۍ ته هم يو خطر جوړېدی شي.

هغه وايي: "دا به نه صرف په افغانستان کې د چين سرمايه کارۍ ته زيان رسوي بلکې دلته (پاکستان) کې سي پېک چې زمونږ د پاره يو معاشي انقلاب دی هغې ته هم زيان رسولی شي. زما سره دغه يوه ډېره غټه وېره ده چې د انساني حقونو خلاف ورزۍ خو به وي. د افغانستان اولس او رياست ډېر بدقسمته دی خو زمونږ د پاره د اندېښنې وړ خبره دا ده او پکار ده چې په پارليمان کې ناست وګړي او حکومتي وزيران دې دا سوچ هم ولري چې د دې زيان به د چين سرمايه کارۍ ته څومره وي او په غېر مستقيم توګه به د دې زيان پاکستان ته څومره رسيږي."

د مردان عبدالولي خان پوهنتون د بېن المللي اړيکو څانګې يو استاذ پروفېسر ډاکټر عبدالشکور هم وايي که په اسلام اباد کې ډېر خلک د افغانستان په موجوده صورتحال خوشالي کوي او وايي چې دا د امريکې ماتی دی خو ښکاري داسې چې دا هر څه د مخکې نه منصوبه شوي وو. او دا په دې سيمه کې د يو بل ګرېټ ګېم شروع کېدو نخښه ده. هغه وايي د پښتنو د سيمو لپاره به راتلونکی وخت ډېر سخت وي.

پروفیسر عبدالشکور زیاتوي: "دا يو نوی ګرېټ ګېم ښکاري د افغانستان په خاوره او دا ځل داسې ښکاري چې په دې کې به د پاکستان کردار هم ډېر کم وي. زما په اند د پاکستان د پاره هم يو سخت وخت راروان دی. دا وزيران کوم چې په ټويټس کړي دي دې باره کې ګنې چې دا د هند د پاره خرابه خبره ده. او يا پرې دوي خوشالي کوي نو زما په خيال دوي د حقيقت نه خبر نه دي. او که خبر هم وي نو دا د دوي د پروپېګنډې يوه برخه ده. زما په خېال په هند باندې د طالب دومره خراب اثرات نشته لکه چې په پاکستان او په خاصه توګه د پښتنو په سيمو به وي. او زما په خېال د دې سيمو لپاره ډېر سخت وخت راروان دی."

څيړونکي وايي د يو ملک ماتی يا د بل ملک په بريا باندې خوشالۍ کولو په ځای پاکستان ته فکر پکار دی چې څنګه خپل ملک او په خاصه توګه د پښتنو سيمې چې ډېره موده د ترهګرۍ ښکار شوي دي څنګه په راتلونکي وختونو کې د ترهګرۍ او تندروۍ نه بچ او محفوظه پاتې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG