لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: افغان صدر به دا میاشت د پاکستان دوره کوي


د پاکستان د قامي سلامتیه او خارجه چارو صلاحکار سرتاج عزیز تیره میاشت د افغانستان دوره کړې وه او ویلي يي وو افغان صدر ته يي د پاکستان د دورې بلنه ورکړې ده
د پاکستان د قامي سلامتیه او خارجه چارو صلاحکار سرتاج عزیز تیره میاشت د افغانستان دوره کړې وه او ویلي يي وو افغان صدر ته يي د پاکستان د دورې بلنه ورکړې ده
پاکستان سره د تعلقاتو بهتر کولو او طالبانو سره د امن مذاکراتو په موضوع خبرې اترو لپاره به د افغانستان صدر حامد کرزی دا میاشت د پاکستان دوره کوي.
د پاکستان ډن ورځپاڼې د گل په ورځ یو رپورټ کې د ښاغلي کرزي د دفتر د یو چارواکې په حواله ویلي افغان صدر به د اگست په میاشت په ٢٦ مه نیټه د پاکستان سفر کوي.
د افغانستان د خارجه وزارت ترجمان جانان موسازۍ ویلي د ښاغلي کرزي د پاکستان د سفر لپاره یو جامع ایجنډه جوړول کیږی.
د پاکستان د قامي سلامتیه او خارجه چارو صلاحکار سرتاج عزیز تیره میاشت د افغانستان دوره کړې وه او ویلي يي وو افغان صدر ته يي د پاکستان د دورې بلنه ورکړې ده.
خو افغان صدر حامد کرزي ویلي وو د پاکستان سفر به په داسې صورت کې کوي چې د پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو د پاره کوټلې ایجنډه ټاکلی شوي وي چې پکې د ترهگرۍ خلاف جنگ او طالبانو سره مذاکراتو په لړ کې د پاکستان په کردار هم خبرې شاملې وي.
د امن مذاکراتو په خاطر طالبانو د قطر سرښار دوحا کې خپل دفتر پرانستلی وو خو د دفتر په نوم او هلته پورته کړی شوي بیرغ باندې د افغان حکومت د اعتراز په وجه د قطر عمل د ځنډښکار شوی دی.
د گل په ورځ د افغان خارجه وزارت ترجمان جانان موسازۍ ویلي د طالبان دفتر دې د قطر نه سعودي عرب یا ترکي ته منتقل کړی شي.
کال ٢٠٠٢ کې واک ترلاسه وکولو ورسته، حامد کرزي پاکستان ته ١٩ دورې کړې دي چې رائټرز خبري اداره وايي ډیر لوظونه پکې شوي خو نتائج يي لږ دي.
رائټرز ویلي ښاغلی کرزی به د اگست د ٢٦ مې نیټې نه تر د ٢٨ مې نټیې پورې د پاکستان دوره کوي چې د پاکستان د نوي وزیراعظم نواز شریف په واک کې د راتگ ورسته به پاکستان ته د هغه وړمبی سفر وي.
رائټر ویلي د افغانستان د امن عالي شورا مشران به هم د حامد کرزي سره د پاکستان په سفر وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG