د امریکا یو امنیتي ټیکه دار د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې تښتول شوی دی. دا خبر نن د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو افغان امنیتي چارواکي تایید کړ.
دغه چارواکي اې اېف پي رسنۍ ته په خبرو کې ویلي چې د امریکا د سمندري قواوو پخوانی غړی چې اوس یې په افغانستان کې د یو ټیکه دار په توگه کار کاوه، د پاکستان سرحد ته نږدې په خوست ولایت کې اغوا (تښتول) شوی دی.
تر اوسه معلومه نده چې آیا دا کس طالبانو او که کوم جنایتکار بانډ تښتولی دی. طالبانو اې اېف پي ته ویلي چې دوی د دې پېښې په اړه معلومات نه لري.
د افغانستان د استخباراتو پخوانی مشر او په انتخاباتو کې د صدر غني کاندید نایب، امرالله صالح وار له مخه طالبانو ته گوته نیولې او پر خپل ټوېټر یې لیکلي چې د دې امریکایي ټیکه دار تښتونه د طالبانو او د هغو د پاکستاني ملاتړو کار دی.
پاکستان له ډېرې مودې راهیسي په دې ملامته گرځول کیږي چې گني د طالبانو ملاتړ کوي، مگر پاکستاني چارواکو هر ځل دا خبره رد کړې ده.
د امریکا خارجه وزارت ویلي چې دوی د تښتول کېدو د دې پېښې په باب رپوټونه اورېدلي، خو په اړه یې د لا زیاتو تبصرو څخه ډډه کړې ده.
مخکې تر دې، په نوامبر میاشت کې طالبانو دوه غربي یرغمل شوي وگړي د افغانستان په جنوب کې امریکایي ځواکونو ته وروسپارل چې په بدل کې یې د طالبانو درې جگپوړي غړي له بند نه خوشې او قطر ته ولېږدول شول.
دغه دوه غربي یرغمل شوي کسان، یو امریکایی کیوېن کېنگ او بل آسټرالیایی تیموتي ویکس و چې په کابل کې د افغانستان امریکایي پوهنتون پروفیسران و او څه باندې درې کاله د طالبانو په قید کې پاته شول.