لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او سیمیز امن پاکستان ته اړتیا لري


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف کابل کې د افغان صدر حامد کرزي سره لیده کاته کوي
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف کابل کې د افغان صدر حامد کرزي سره لیده کاته کوي
میا نواز شریف د ٢٠ کال ورسته یو ځل بیا د پاکستان وزیراعظم په توگه د کابل دوره وکړه. په وړمبي ځل چې کله کابل کې وو نو هغه وخت په پاکستان کې جوړ شوی افغان موقت حکومت په اختیار کې وو او سبغت الله مجددي د دواؤ میاشتو لپاره د افغانستان صدر ټاکلی شوی وو چې دغه کار د اپریل میاشت کال ١٩٩٢ کې د پیښور په گورنر هاوس کې ترسره شوی وو. په هاغه وخت کې نواز شریف د یو قوي ملک وزیراعظم وو چې په افغانستان کې يي د روسي ځواکونو پشا تنبولو کې د امریکا لویه مرسته کړې وه. نواز شریف په هغه وخت کې د یو قاتح په شکل کې کابل ته تلی وو او دا هم کیدی شي د کابل په پل خشتي جومات کې يي د خپل استاز او د پاکستان په پوځ مشر صدر جنرل محمد ضیا الحق ارمان هم پوره کړی وي چې دوه رکاته د شکرانې نفل کړې وي ځکه دغه ارمان جنرل ضیا د ځان سره گور ته وړی وو.
خو دې ځل نواز شریف په هغه کچه طاقت ور او یا بیا فاتح وزیراعظم نه لیدل کیدو. دې ځل به نواز شریف په خپله هم یو بل رقم کابل او یو نوی افغانستان لیدلی وي. د افغانستان صدر حامد کرزۍ سره په لیدلو کې يي وویل پاکستان په افغانستان کې د کومې یوې ډلې پره نه کوي بلکه د ټولو افغانانو ملگری دی او بیا دا چې پاکستان به افغانستان کې د امن او سولي دپاره په افغان طالبانو خپل اثر خامخا وکاروي. یاد دې وي چې کله افغان لوې جرگې د افغانستان او د امریکا ترمنځ د امنیتي تړاؤ د پریکړې منظوري ورکړه نو افغان صدر حامد کرزي وویل دی په دغه پریکړه تر هغه لاس لیک نه کړي ترڅو امریکا د څو شرائطو د منلو پوخ ملاتړ وکړي چې پکې د نورو شرائطو سره د افغانانو د کورونو د تلاشۍ لاس اخستل شامل دي. او دا يي هم په ډاگه ویلي چې د افغانستان امن په امریکا او پاکستان پورې اړتیا لري.
څو که هم په ښکاره پاکستان نه وايي د امریکا سره د افغانستان امنتي تړون اسلام اباد د ډیرو اندیښنو سره مخ کړی دی نن د پاکستان هغه حالات نه دي کوم چې په کال ١٩٩٢ کې وو. او نن افغانستان د پخوا په مقابله کې په وړاندې تللی دی، ملي اردو، ملي پولیس او نوري امنیتي او حکومتي ادارې فعاله دي، لویه جرگه وجود لري، ملک یو منتخب پارلیمان لري او ملکي ائین يي د جمهوریت په بنیاد جوړ دی. خو د نن پاکستان د خپلو داخلي ستونزو سره مخ دی. د پنجاب نه علاوه د پاکستان په ډیرو برخو کې د ترهگرۍ د لاسه بد امني ده. د ملک اقتصادي صورتحال ډیر کمزوری دی.
کار څو هم څیړنکاران وايي نواز شریف د ملک داخله او خارجه چارې د پوځ او استخباراتي ادارې ايي ایس ايي د لاسه اخستل غواړي خو دغه په ښکاره دومره اسان هم نه دی. سوالونه دا راپورته کیږي د پوځ دریز به د هندوستان په اړه څنگه بدل کړې چې هم پوځیانو ته او هم د سکول ماشومانو ته هند د دښمن نه بلکه د یو ښه گاونډې په شکل ور وپیژنې؟ د افغانستان سره د اړیکو ښه کولو په لړ کې به د حقاني نیټ ورک د مرستو او روزلو نه څنگه لاس واخلي؟ د بلوچستان او کراچۍ ستونزه به څنگه د حل پله بوځي؟ د پښتونخوا او قبائیلي سیمو نه به ترهگري څنگه لمنځه یوسي؟ د شیعه سنې کرکه به څنگه راکمه کړي؟ د ایران په اړه به د سعودي عرب د ښکیل نه څنگه ځان وباسي؟ او د پوځ نوی سرلښکر به څنگه د ځان سره بوځي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG