لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ به په مې میاشت کې پیل شي


 د پاکستان د سرحدونو د چارو وزیر عبدالقادر بلوچ
د پاکستان د سرحدونو د چارو وزیر عبدالقادر بلوچ

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي، افغانستان ته د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو لړۍ به په راتلونکې مې میاشت کې پیل شي.

دغه خبره د پاکستان د سرحدونو د چارو وزیر عبدالقادر بلوچ د ګل یا دوشنبې په ورځ د هغه ۱۲ کسیز افغان پلاوي سره د لیده کاتو پرمهال کړېده کوم چې د دواړو هېوادونو د لانجمنو ستونزو د هوارۍ په موخه اسلام اباد ته ورغلی.

د افغان پلاوي یو غړي او سوداګر سید قطب الدین رویدار ډیوې ته په دې اړه داسې وویل، "د پاکستان د سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوچ مونږ ته ډاډ راکړ چې دوی به په راتلونکې مې میاشت کې د پاکستان د حکومت، د افغانستان د سفارت او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې (یوان اچ سي ار) سره یوځای په ګډو هلو ځلو سره په باعزته توګه د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو بهیر پیل کړي."

ښاغلي بلوچ زیاته کړېده، چې دوی په پاکستان کې په ترهګرۍ کې د افغان کډوالو د لاس لرلو په برخه کې هېڅ ډول شکایت نه لري او دا غریب مهاجر له امنیتي حالاتو سره هېڅ اړیکه نه لري.

تر دې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور ویلي و چې افغان کډوال باید څومره ژر چې امکان ولري خپل هېواد ته ستانه شي ځکه ترهګر په اسانۍ سره په افغان کډوالو کې ځان پټوي.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته په دغه ورغلي پلاوي کې د افغانستان د پارلمان غړي او یو شمېر سوداګر هم شامل دي چې درې ورځې به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په یو شمېر لانجمنو مسلو خبرې کوي.

ښاغلي رویدار په دغو لانجمنو مسلو کې، په افغانستان کې ورستي ترهګریز بریدونه، د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله باندې د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې او د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو څخه یادونه وکړه.

اسلام اباد ته د ورغلي افغان پلاوي سفر د هغو غیر حکومتي پلاویو د تګ راتګ په بهیر کې ترسره کیږي چې په دې وروستیو کې د غیر حکومتي ادارو په نوښت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په موخه پیل شویدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG