لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزي په کونړ ولایت د پاکستاني توپونو ډزې غندلي


د افغانستان کونړ ولایت
د افغانستان کونړ ولایت

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي په کونړ ولایت د پاکستاني توپونو ډزې غندلي او ویلي یې دي چې په سمدستي توګه دې د دې ډول بریدونو مخه ونیول شي.

د ښاغلي کرزي د دفتر نه خپور شوي یو بیان کی ویل شوي "د پاکستان لخواه دغه ګام د افغانستان د خپلواکې پرضد دې چې له امله یې د ځايي خلکو پر ژوند بد اغیز شوی."

په کونړ کې ځايي چارواکو د اتوار په ورځ ویلي وو، د پاکستان پوځ د خالي په شپه ناوخته د کونړ دانګام ولسوالې باندې لږ تر لږه 180 د توپو ګولې ویشتلي دي چې له امله یې پنځه کسان زخمیان شوي دي.

په ټپیانو کې د یوې کورنۍ یو ماشوم او یوه ښځه هم شامله ده.

ښاغلي کرزي زیاته کړې، چې ملت يې هیڅکله هم د طاقتور مخې ته نه دي ټیټ شوی او نه په راتلونکې کی داسې وشي. نوموړي په پاکستان ټینګار وکړو چې د افغانستان خپلواکۍ ته دې احترام وکړي او باید دواړه هیوادونه د ورو او ملګري په توګه اړیکې ولري.

د پاکستان او افغانستان په پوله اکثره وخت نښتې کیږي، د کال 2016م د جون په میاشت کې د افغانستان لخوا په تورخم پوله ډزو کی یو پاکستانی پوځي افسر مېجرعلي جواد چنګيزي هم مړ شوی و.

په کونړ ددې وستیو بریدونو په اړه پاکستان په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې يې دغه ډول تورونه رد کړي چې ګینې پاکستان د افغانستان په خاوره توغندي ویشتلې.

پاکستان په ځینې وختونو کې دا ډول بریدونه منلي هم دي او ویلي یې دي چې دغه ډول عملیات يې د ډيورنډ د کرښې سره نږدې ترهګرو په ځواب کی کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG