لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته مرستې تړل او افغانستان کې ترهگري تړون لري؟


صدر ټرمپ په يو ټويټ کې ويلي وو پاکستان ته مو په اربونو ډالره امداد ورکړی خو په ځواب کښې يې ورته دروغ ويلي او ټگي يې ورسره کړې ده
صدر ټرمپ په يو ټويټ کې ويلي وو پاکستان ته مو په اربونو ډالره امداد ورکړی خو په ځواب کښې يې ورته دروغ ويلي او ټگي يې ورسره کړې ده

په افغانستان کې ترهگر بريدونو زياتوالي يو نوی بحث راپارولی دی. څيړونکي پوښتنې کوي چې د امريکا په پاکستان مالي مرستې تړل او په افغانستان کې بيا د خونړي بريدونو د زياتېدو تر منځ به څه تړون خو نه وي؟

د پاکستان وتلی څېړونکی او د پوځ پخوانی بريگېډير سعد محمد خان وايي په افغانستان کښې د ترهگرو بريدونو د زياتوالي دوه مهم علتونه دي.

سعد خان وايي: "يو غټ علت يې دا دی چې افغان ځواکونو هم په ځمکني او هم په هواي عملياتو کې طالبانو ته ډير زيان اړولی او بل علت يې دا دی چې امنيتي ځواکونو هغه د هيروين فېکټريانې له منځه وړي چې د طالبانو مالي حېثيت پرې ځپلی شوی دی."

خو د افغاستان د ملي امنيتي رياست يا اين ډي ايس مشر معصوم ستانکزۍ ويلي دي پاکستان په ځان د زياتېدونکي نړيوال فشار بدل د افغان اولس نه اخلي. او وايي افغانستان ثبوتونه لري چې ښايي په افغانستان کې کېدونکي ترهگر بريدونه په پاکستان کې پلان شوي دي.

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ د انتېظاميې د څرگندونو وروسته اوس امريکا، افغانستان، هند او د واشنگټن نور اتحاديان په دې دريځ لا نور هم متفق شوي دي چې د افغانستان وسله وال مخالفين په پاکستان کې پټ ځايونه لري او د ياد هېواد له خوا ورته نورې مرستې هم ورکول کېږي.

پاکستان لکه د تير په څير دغه تورونه ردوي او واي په افغانستان کې امن غواړي. او تر جنورۍ ٣٠مې پورې د افغان د سولې حل لار په څلور فريقه چوکاټ کې دننه ویني.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت ویاند د صدر ډانلډ ټرمپ طالبانو سره د خبرو نه د انکار ورسته د سولې د خبرو تکرار بیا کړی دی.

د امريکاي او افغان پوځي چارواکو په وينا که طالبان او نورې ترهگرې ډلې د پاکستان مرستې او په دغه هېواد کې پټ ځايونه ونه لري نو طالبان او نورې ډلې په خپل ځان نه شي کولی په افغانستان کې جگړې ته دوام ورکړي.

د کابل په تازه پېښو کې خوا وشا ١٣٨ خلک وژلې شوي او د ٣٠٠ نه زيات ټپيان شوی دي.

ستانکزۍ زياتوي تر څو چې ترهگر په پاکستان کې پټ ځايونه لري په افغانستان کې امن راتلل به يو خوب وي. هغه وايي د افغان حکومت د ترقياتي پروژو په مخ بوتلل هم د بې امنۍ ثوب جوړ شوی لکه د مثال په توگه د قندهار او هرات تر منځ سيمو کې ناقراري رامنځ ته کيدل دا دليل لا قوي کوي چې د چاه بهار د لارې د هند سره ډيریدونکی تجارت د ځينې قوتونو خوښ نه دی او هڅې کوي د دې مخه ونيسي.

امريکه تيره مياشت پاکستان ته دوه اربه ډالره پوځي امداد ودرولی او دا پس له هغې چې صدر ټرمپ په يو ټويټ کې ويلي وو پاکستان ته مو په اربونو ډالره امداد ورکړی خو په ځواب کښې يې ورته دروغ ويلي او ټگي يې ورسره کړې ده. د صدر ټرمپ ټويټ ته د پاکستان حکومت او اولس سخت غبرگون ښودلی و.

د بريگيډير سعد محمد خان نه چې مو وپوښتل په پاکستان تورونه دي دا هر څه په افغانستان کښې د پاکستان په خوښه او مرسته روان دي نو څه فکر کوئ پاکستان د امريکې سره ډغرې اخستو ته ځان چمتو کړی که څنگه؟

سعد خان وويل "زه د دې سره متفق نه يم چې دا اوسني بريدونه پاکستان کړي دي ځکه پاکستان دا جرآت نه شي کولی چې امريکا ته ودريږي. د امريکا د امداد ودرولو نه وروستو، نه خو پاکستان لارې تړلي دي او نه يې کوم بل څه گام پورته کړی چې وښايي پاکستان داسې کوم نيت لري. که اوگورو نو په غبرگون کې د پاکستان بيانونه هم ډير نرم دي."

ښاغلی خان وایي فکر کوي چې امريکا د طالبانو په ضد کوم مهم تيز کړی، د ځواکونو شمير يې سيوا کړی، د کنډک په کچه يې مشاورين گمارلي، د افغانستان د ځانگړو ځواکونو قوت يې يو په دوه ډيروي او هواي ځواکونه يې ورځ په ورځ لا قوي کوي چې طالبانو ته يې په لويه کچه زيان اړولی، نو گڼي چې طالبان هم په داسې بريدونو دا پيغام وررکول غواړي چې د مزاحمت قوت يې لا مات نه دی.

د بلې خوا تيره ورځ په ملگرو ملتونو کې د افغانستان خصوصي استازي محمود صيقل د امريکا آين پي ار ريډيو ته په يوه مرکه کې ويلي دا مهمه ده چې نړۍ د کابل او جلال اباد ورستنيو بريدونو ته پام وگرځوي چې دا بريدونه په پاکستان کې پلان شوي دي.

هغه ویلي وو افغان چارواکو د کابل کانټينينټل هوټل په بريد کښې د يو ککړ ترهگر پلار نيولی دی او هغه دا منلي دي چې ځوی يې د پاکستان د بلوچستان په چمن سيمه کې پاکستاني استخباراتي ادارې آيي ايس آيي تربيه کړی دی.

صيقل وايي بله مهمه خبره دا ده چې نه يواځې د ترهگرو پټ ځايونه په پاکستان کې دي بلکې دا هم په نظر کې ساتل دي چې پاکستان د نړيوالو غږ ته هيڅ پام نه کوي او د افغانستان بې امنه ساتلو د پاره دا ترهگر روزي. هغه په پاکستان د نور نړيوال فشار غوښتنه کړې چې د ترهگرو د روزلو نه لاس واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG